د لاس رسي وړ اتصالات

د سقط جنین پر سر جنجال او د امریکا د حکومت بندېدل


په سنا کې د اکثریت مشر، جمهوري غوښتونکی مېچ میکانل د سپتمبر په ۱۶ نېټه د یوه خبري کنفرانس پرمهال
په سنا کې د اکثریت مشر، جمهوري غوښتونکی مېچ میکانل د سپتمبر په ۱۶ نېټه د یوه خبري کنفرانس پرمهال

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پوپ فرانسیز دا اونۍ واشنګټن ته په سفر راځي. د هغه سفر به د څو ورځو دپاره د ښار پاملرنه ځان ته جلب کړي او د کانګرس په تقسیم اوقات کې به هم د څو ورځو دپاره خنډ راولي. دا په داسې حال کې ده چې کانګرس باید د امریکا د حکومت پر بودیجې باندې رای ګیري وکړي او د حکومت د یوې برخې د بندیدو مخه ونیسي.

سږکال د فیډرالي حکومت د بودیجې مسله وروسته له هغه څخه بیا جنجالي شوه چې د ښځو د یوه سازمان چې فیډرالي حکومت یې بودیجه ورکوي، داسې یوه ویډیو خپره شوه چې په کښې د سقط جنین وروسته د بدن د غړو د خرڅولو خبرې کېږي.

د امریکا حکومت هر کال ۳،۵ ټریلیونه ډالره (درې نیم زره ملیارده ډالره) بودیجه لري چې د پوځ د مصارفو څخه نیولې تر پارکونو او نورو حکومتي لګښتونو پوري ټول په کښې راځي. په دې بودیجې کې ۵۰۰ میلیونه ډالره د "پلند پرنټهوډ" په نامه یوه غیر دولتي سازمان ته ورکول کېږي. خو سږکال به دغه سازمان ته د پیسو پر ورکولو ښايي د اکټوبر تر لومړۍ نېټې پوري د کانګرس دواړه ګوندونه سره سلا نشي او د فیډرالي حکومت زیات شمیر فعالیتونو به ښايي بند شي.

د جمهوري غوښتونکو ګوند چې د امریکا په کانګرس کې د استاځو په مجلس او په مشرانو جرګې کې اکثریت لري، د پلند پرونټهوډ د سازمان سره مخالفه دی.

د ملت په پیسو باید د بدن غړي ونه کرل شي

د استاځو د مجلس جمهوري غوښتونکی غړی ټیم والبرګ وايي "مونږ ټول باید پر دې موافقه وکړو چې د امریکا د ملت د مالیې پیسې باید پر دې ونه لګول شي چې د کوچنیانو د بدن غړي د ګټې په خاطر وکرل شي. "

تیره اونۍ د امریکا د استاځون مجلس یوه داسې بودیجه تصویب کړه چې په کښې د "پلان شوي اولاد زیږونې" پرته نورو ټولو حکومتي پروګرامونو ته بودیجه په نظر کې نیول شوې ده.

د استاځو د مجلس ډیموکراتې غړې لیوس فرانکل د جمهوري غوښتونکو پر لایحې باندې سخت انتقاد وکړ او داسې یې وویل" تصویب شوې لایحه غیر منطقي، احمقانه او سخت دریځه ده. "

اوباما : راسیْ چې پر غټو مسایلو خبرې وکړو

د ولسمشر اوباما په ګډون، ډیموکراتان بیا د یوې بلې لارې پلویان دي. ولسمشر اوباما د جمهوري غوښتونکو د اقدام په هکله وویل "ډیموکراتان چمتو دي چې د جمهوري غوښتونکو سره کښینې او مزاکرات وکړي. خو دغه مزاکرات باید پر مشروع مسایلو باندې وي لکه څومره پیسې پر ښوونې او روزنې، کار موندنې او زیربنايي پروژو باندې ولګوو، نه دا چې د پلان شوي اولاد زیږونې پر آیډیالوژیکي مسلې باندې چې هیڅ ربط نلري جنجال وکړو. مونږ ته په کار ده چې ددې مسایلو نه پر لوړو مسایلو غور وکړو. "

خو محافظه کاره جمهوري غوښتونکي بیا داسې نه معلومیږي چې پر شاتګ وکړي.

د استاځو د مجلس جمهوري غوښتونکي فیل روی وايي "دا مسله د یوه سازمان د زړه بوږنونکو کارونو په هکله ده چې هر کال د فیډرالي حکومت څخه ۵۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي. "

بل جمهوري غوښتونکي استاځي تیم ولبرګ وویل چې د انسان ژوند ته احترام نه کېږي. هغه داسې وویل "آیا مونږ د انسان ژوند ته د سپکاوي د مسلې څخه سترګې واړو؟ آیا مونږ غواړو په داسې یوه هېواد کې ژوند وکړو؟"

د پلند پرنټهوډ سازمان بیا وايي چې دوي هیڅ ډول قانون تر پښو نه دی لاندي کړی. ډیموکراتان ادعا کوي چې د پلند پرنټهوډ سازمان د سقط جنین ترڅنګ ډیر نور څه کوي.

ډیموکراتې استاځې لیوس فرانکل داسې وايي"راځیْ چې پر دې خبرې وکړو چې پلند پرنټهوډ هرکال د رحم د سرطان ۴۰۰ زره قضیې معاینه کوي، د طي د سرطان ۵۰۰ زره قضیې معاینه کوي، د جنسي ناروغيو لکه اچ ای وي او نورو ناروغیوو ۴،۵ میلیونو قضیې معاینه کوي. "

په داسې حال کې چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیز واشنګټن ته په سفر راځي، د سقط جنینن د تمویل په هکله بحثونو زور اخیستی دی. په خپله پاپ د سقط جینن مخالف دی. خو سپینې ماڼۍ ویلي دي چې داسې لایحه به چې په کښي د پلند پرنټ هوډ یا پلان شوي اولاد زیږونې مسله شامله نه وي، ویټو کړي.

اوس دا معلومه نه ده چې آیا ولسمشر اوباما چې د بودیجې کومه لایحه، که موقته هم وي، لاس لیک کړي د کانګرس د دواړو برخو څخه به تیره شي او که به یې جمهوري غوښتونکي رد کړي.

XS
SM
MD
LG