د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر اوباما سره د خپلو ډیموکراتانو مخالفت


روانه اونۍ به زیاتې هلې ځلې وشي چې د ولسمشر اوباما تجارتي اجنډا وژغورل شي ځکه تیره اونۍ د ولسمشر اوباما ځینو خپلو ډیموکراتو ملګرو په کانګرس کې د آزاد تجارت پر مسودې باندې منفي رایې ورکړې. ټاکل شوې چې د استاځو په مجلس کې راتلونکې اونۍ د آزاد تجارت پر یو شمیر تړونو نو باندې رای ګیري وشي چې د آرام سمندر څخه نیولې د اتلانتیک د سمندر پورې د سیمې هېوادونه په کښي شامل دي.

د جمهوري غوښتونکو په مشري د استاځو مجلس به روانه اونۍ د سوداګرۍ د ودې د مسودې د کارګرو د روزنې پر برخې باندې بیا رای ګیري وکړي چې په لړ کې یې کیدای شي د آزادې سوداګرۍ په برخه کې د موجودو رایوو شمیر ډیر یا لږ شي.

تیره اونۍ د استاځو د مجلس ډیموکراتانو د خپل ولسمشر پرضد په اصطلاح ښکاره بغاوت وکړ او د هغه د آزادۍ سوداګرۍ مسوده یې منظور نکړه.

د استاځو د مجلس غړي پیتر ډیفازیو داسې وویل "،،مونږ کولای شو چې ددې مسودې مخه همدلته ونیسو او د امریکا اقتصاد وژغورو."

غیر معموله خبره دا هم وه چې د پال راین په څیر جمهوري غوښتونکي بیا د ولسمشر اوباما او سپینې ماڼۍ پر خوا وو.

پال راین داسې وویل "ولسمشر اوس هم باید د خپل ګوند سره پر ځینو مسایلو کار وکړي چې دغه بهیر بشپړ شي. دا بهیر لا بشپړ شوی نه دی. "

ولسمشر اوباما هیله لري چې د آزادې سوداګرۍ پر خلاف خپل مخالفین وهڅوي چې خپل نظر بدل کړي او د ده لوري ته ورواوړي.

ولسمشر اوباما داسې وویل "زه د کانګرس د هغو غړو څخه چې د سوداګرۍ د مسودې پرضد یې رایې ورکړي دي، غواړم چې پر خپلې پریکړې دي د سره غور وکړي او د امریکايي کارګرو ترشا دي ودریږي. "

ټول څه د جان بېنر په لاس کې دي

سپینه مانۍ په دې برخه کې حد اقل په عامه ډیر ډاډ څرګندوي. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارینست داسې وايي"زه یقیننا د استاځو د مجلس د ریْس وړتیا نه ردوم چې د استاځو په مجلس کې نور جمهوري غوښتونکي هم وهڅوي چې د سوداګرۍ مسودې ته مثبې رایې ورکړي. دغه راز مونږ یقیننا په دې باور هم یو چې کولای شو نور ډیموکراتان هم وهڅو چې د دې پروګرام په نفع رایې ورکړي ځکه دوي پخوا ددې پروګرام طرفداره وو. د اقتصاد پوهانو له نطره دا پروګرام د ټولې امریکا د مینځنۍ طبقې د کورنیوو دپاره ګټې لري. "

خو د استاځو د مجلس ډیموکراتان اوس د آرام سمندر د دواړو خواوو د سیمې د آزاد تجارتي تړون په څیر د سوداګریزو تړونونو خلاف دي او ددې تړونونو د تصویب مخه نیسي.

د استاځو د مجلس ډیموکرات غړی ریک نولان داسې وايي "وخت یې راغلی دی چې کانګرس دغه تړون ته نې ووايي. وخت یې راغلی دی چې دغو تړونونه ته د پای ټکی کښېښودل شي. ددغو تړونونو مزاکرات په پټه شوي دي او ګټه یې هم د ګتو شمیر کسانو ته رسېږي. دا تړونونه د خلګو نه پټ ساتل شوي او د څو بډایه کسانو دپاره دي. حقیقت دا دی چې دغه تړونونه امریکن ډریم [امریکايي آرمان] له مینځه وړي."

دا چې د آزادې سواګرۍ پر مسودې باندې به رای ګیري بیا وشي او که نه، دا د استاځو د مجلس په ریْس جان بېنر پوري اړه لري. بېنر د آزاد تجارت سخت طرفداره دی.

ښاغلي بېنر داسې وویل "کله چې امریکا په مشرتابه کې وي، نړۍ د آزادۍ او آزاد تجارت دپاره لا مصونه وي. کله چې مونږ په مشرتابه کې نه یوو نو مونږ په دې کار سره چین ته بلنه ورکوو چې د نړۍ داقتصاد قوانین وټاکي او دا کار زمونږ تولیدات او کارګران منزوي کوي."

د یادونې وړ ده چې د تجارت د ودې د مسودې یوه برخه چې ښايي پر دې مسودې باندې د استاځو مجلس راتلونکې اونۍ بیا رای ګیري وکړي، د امریکايي کارګرو د بیا روزنې برخه ده. که چیري د استاځو مجلس پر دې مسودې باندې رای ګیري ونکړي نو دا مسودې به په کانګرس کې همداسې بنده پاته وي او د ولسمشر اوباما اقتصادي اجنډا به د یوه نامعین برخلیک سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG