د لاس رسي وړ اتصالات

د ویب د نړیوالې شبکې مخترع د نوبل معادله جایزه وګټله


ټم برنرز لي د ویب د نړیوالې شبکې مخترع

نن ورځ ډیر خلک چې په ګوګل کې پلټنه کوي، په فیسبوک کې مطالب خپروي او له آنلاین مغازو سودا اخلي، د ټم برنرزلي له نوم سره اشنا نه دي.

که چیري بریتانوي برنرزلي د ویب نړیواله شبکه یا ورلډ وایډ ویب چې په انګریزي مخفف WWW مشهوره ده نه وای اختراع کړې، پورته ذکر شويو کارونو امکان نه درلود.

۶۱ کلن لي، د سه شنبې په ورځ د محاسبو د دستګاوو له انجمن یا Association for Computing Machinery څخه معتبره جایزه ترلاسه کړه، چې ویل کیږي د اعتبار له نظره د " نوبل" له جایزې سره معادله جایزه ده.

پردې برسیره، د همدې اختراع له امله د بریتانیا ملکې د شوالیه لقب هم ورکړی.

د ټایمز مشهورې مجلې د هغه نوم د شلمې پیړۍ د ۱۰۰ مهمو او تاثیرلرونکو شخصیتونو په فهرست کې شامل کړی.

ښاغلي لي د اسوشیټډ پرس آژانس ته وویل: " زما له نظره دغه جایزه د ویب لپاره د یوې پروژې په توګه د همکارۍ په هغې پراخې روحیې پورې مربوطه ده چې زما له بریالیتوب سره یې مرسته کړې".

د دغه افتخار ترلاسه کوونکي ته د ګوګل د شرکت له خوا یو میلیون ډالر د نغدي جایزې په توګه هم ورکول کیږي. د ګوګل شرکت د زرګونو نورو شرکتونو په څیر، انترنت ته د لاسرسي د پیداکولو په خاطر د برنرز لي د هڅو او زیار په نتیجه کې، ډیر ثروت پیداکړی.

په لنډه توګه، ټم برنرز لي د ویب د نړیوالې شبکې په اختراع کولو سره په انترنت کې د لیکل شویو فایلونو ترڅنګ د عکسونو، غږ او تصویر په څیر د نورو فایلونو د خپرولو زمینه مساعده کړه.

XS
SM
MD
LG