د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو د امریکا په ویرجینا کې لسګونه کسان مړه کړي


سیلابونو د امریکا د لویدیځې ویریجینا په ایالت کې لږ تر ۲۳ کسان مړه کړي دي. چارواکو د دغه ایالت په ۴۴ ولسوالیو کې اضطراري حالت اعلان کړی دی. ویل کیږي چې دا په یوې پېړۍ کې د خپل ډول تر ټولو خطرناک سیلابونه دي، چې راوتلي دي.

یو چارواکي ایرل رای تامپلین وویل " ویجاړۍ ډېرې دي. موږ د خلکو ژغورنې او پلټنې روانې ساتو." د پنجشنبې په ورځ ۲۵ سانتي مېتره باران وشو، چې بیا سیلابونه راووتل او اوبو لارې کوڅې، کورونه او پولونه په سر واخیستل.

د یوې ولسوالۍ د پولیسو مشر وايي " ویجاړیو را ایساري کړي یو." د ګرینبرایر ولسوالۍ د پولیسو مشر جان چایل وايي " سړکونه ویجاړ شول. پلونه وران شول، کورونه ونړېدل او اوبو یې تهدابونه او بنسټونه یوړل. په لویو لارو کې ځينې څلور لارې ورکې شوې او پیاده روونه په بله اوړېدلي دي."

لسګونه زره خلک برېښنا نلري او سلګونه په خپلو کورونو کې ګېر پاتې دي. نژدې ۵۰۰ کسان په یوې مغازې کې ایساري پاتې دي، اوبو دغې مغازې ته ورغلی پول نړولی دی.

یو شمېر نور خلک د خپلو کورونو بامونو ته ختلي دي، ځکه چې اوبو یې کوټې او حویلۍ په سر اخیستې.

د لویدیځې ویرجینا د ایالت ملي ګارد د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي، د ملي ګارد شاوخوا ۲۰۰ پولیس اتو ولسوالیو ته استول شوي چې له سیمه ییزو مرسته کوونکو سره همکاري وکړي.

هغوی ته چې سیلابونو یې کورونه نړولي او خراب کړي دي، ۱۷سرپناوې ورته پرانیستل شوي چې په موقت ډول په کې واوسیږي.

له دغو تېزو بارانونو سره قوي تالنده برېښنا هم وه.

XS
SM
MD
LG