د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام یا (ډبلیو.ایف.پي) وايي د مرستندویه هیوادونو په کمکونو کې د کمی له امله، دغه اداره په افغانستان کې په ملیونونو خلکو خپلې خوراکي مرستې بندوي.
د خوراک دغه نړیواله اداره وايي د مرستو د کمښت له آمله په کافي اندازه بودیجه نلري.
دغه اداره وايي دوی تر اوس ۷ میلیونو افغانانو ته خوراکي شېان رسول، خو له دې وروسته به یوازې ۳.۸ میلیونو ته خواړه ور ورسوي.
رپوټ وايي چې د افغانستان په ډېرو محتاجو خلکو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د خوراک نړیواله اداره وايي دوی ۲۲۰ میلیونو نورو ډالرو ته ضرورت لري چې خپل هغه کار ته چې په اول کې یې پلان کړی و، ادامه ورکړي.