د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي افغانستان کې د پیسو له کمې سره مخ ده


 ډبلیو ایف پي وایي چې په افغانستان کې ۲،۲ میلونه خلک خورا زیات د نیستۍ سره لاس او ګریوان دي.

ډبلیو ایف پي وایي چې په افغانستان کې ۲،۲ میلونه خلک خورا زیات د نیستۍ سره لاس او ګریوان دي.

د خوراک نړیواله اداره ډبلیو ایف پي وایي، خوراکي توکو ته اړو خلکو سره د مرستې په برخه کې د پیسو له کمبود سره مخ ده، چې د دغې ادارې د ژمي پروګرام زیانمنولی شي.

افغانستان لپاره د خوراک نړیواله اداره ډبلیو ایف پي وایي، په دغه هیواد کې ۷.۶ میلونه کسان خوراکي توکو ته اړتیا لري او ترڅنګ یې ۱۴٪ نور د لوږۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

افغانستان لپاره د خوراک د نړیوالې ادارې ویاند وحیدالله اماني امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د ۷.۶ میلونو کسانو له ډلې ۲،۲ میلونه یې خورا زیات بې وزلي دي.

ښاغلي اماني وویل "د ۳۰ ٪ څخه زیات د افغانستان نفوس تقریبآ دریمه برخه یې خوار خلک دي، ۲،۲ میلونه یې ډیرسخت د لوږۍ سره مخ دي ۲.۴ میلونه یې د لومړۍ ډلې په نسبت لږ ښه دي او درې میلونه نور بیا هغه کسان دي چې لازم خواړه چې هغوی ورته اړتیا لري ورته نه رسیږي".

دا شمیرنې د ملګرو ملتونو د ادارو په مرسته د افغانستان د مرکزي احصایې ادارې له‌خوا د تیر عیسوي کال په دوهمه میاشت کې په یوه سروې کې ترلاسه شوي دي.

خو اوس پریکړه شوې چې هرکال به په افغانستان کې د اړو خلکو د شمیر د معلومولو لپاره سروې کیږي.

وحیدالله اماني وایي چې ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د ۳،۴ میلونو خلکو سره نیغ په نیغه د خوراکي توکو مرستې کوي او خوراکي توکو ته د نورو اړو خلکو سره د یو لړ پروګرامونو او ادارو له لارې مرستې کوي.

ښاغلی اماني وایي، ډبلیو ایف پي د پیسو د کمبود سره مخ ده او که حالات همداسې دوام وکړي دا اداره به افغانانو ته د خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې او په ځانګړې ډول د ژمي په موسم کې اړو خلکو ته د مرستو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

ښاغلي اماني وویل " ژمی راروان دی او مونږ غواړو چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې په لرو پرتو ولسوالیو کې په هغو ولسوالیو کې چې د لومړي ځل واورې د اورښت وروسته يې لارې بندیږي او د دریو څخه تر شپږو میاشتو پورې ژمۍ دوام مومي، مخکې له دې چې لارې بندې شي ورته خوراکي توکي ورسوو ترڅو خلک د خوراکي توکو له پلوه خوندي وي".

د ډبلیو ایف پي ویاند وایي چې که دغې ادارې سره مرستې و نه شي نو د دوی ژمني پروګرامونه به له سختو ستونزو سره مخ شي.

د ډبلیو ایف پي ادارې دغه چارواکي په خپلو کارونو باندې د امنیتي وضیعت د خرابیدو د اغیزو په باب وویل، که څه هم امنیتي وضیعت د مرستې رسونې په ټولو چارو اغیزه کړې او دا اداره هم ددغه وضیعت څخه جلا نه ده خو دا اداره تراوسه نیغ په نیغه د کوم مخامخ امنیتي ګواښ سره مخ شوې نه ده.

ښاغلي اماني وویل "د خوښۍ خبره داده چې مونږ تر اوسه پورې هغه وصیع فعالیت چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې فعال حضور لرو، داسې مونږ نه ده حس کړې چې امنیتي ستونزې دې مستقیماً مونږته متوجه وي".

د ډبلیو ایف پي اداره وایي دا یو د مرستې رسونې اداره ده چې له وږو خلکو سره د مرستې پرته نورهیڅ سیاسي اهداف نه لري.

XS
SM
MD
LG