د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د پیسو د کمې سره مخ ده


د خوراک نړیواله اداره وایي چې سږکال په افغانستان کې نږدې څلور میلیون خلک د خوړو عاجلو مرستو ته اړتیا لري
د خوراک نړیواله اداره وایي چې سږکال په افغانستان کې نږدې څلور میلیون خلک د خوړو عاجلو مرستو ته اړتیا لري

په افغانستان د خوراک د نړیوالې ادارې ډبلیو ایف پي ویاند وحیدالله اماني امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې خواړو ته د خلکو د اړتیا د زیاتیدو له امله ډبلیو ایف پي نه شي کولای چې د ژمي د موسم د پیل دمخه ټولو هغو ۵۰ ولسوالیو ته خواړه ولیږي چې د واورو د اورښت د پیل سره سم یې لارې بندیږي.

ښاغلي اماني وویل "یوه د بودجې ستونزه ده چې ممکن مونږ د نورو کلونوپرخلاف سږکال ونشو کړی چې پنځوس یا شپیتو ولسوالیو ته چې د ژمي د لومړۍ واورې د اورښت د وریدو سره سم یې لارې بندیږي د لس زره ټنه خواړو نیمایي هم واستولی شو ".

د خوراک د نړیوالې ادارې ډبلیو ایف پي ویاند وویل چې دا ولسوالۍ اکثره په هغو سیمو کې دي چې ژمی په کې شپږ میاشتې دوام مومي.

وحیدالله اماني وویل چې د خوراک نړیوالې ادارې د ۲۰۱۵ کال لپاره په افغانستان کې ۳.۹ میلیونو خلکو ته د خوړو مخامخ مرستو د رسولو پلان درلود، خو د تیرکال په نسبت د هغو خلکو په شمیر کې زیاتوالی راغلی چې په جدي توګه خوړو ته اړتیا لري.

ښاغلي اماني وویل چې د تیرکال په نسبت د دغسې کسانو په شمیر کې ۳۱۷ زره تنه نور هم زیات شوي دي.

ښاغلي اماني وویل "مونږ چې د ۲۰۱۵ کال لپاره کوم پلان درلود چې د ۳.۹ میلیونو خلکو ته مخامخ د خوړو مرستې ورسوو، خو له بده مرغه کومې منابع چې زمونږ په لاس کې دي دغه شمیرته د مرستو د برابرولو لپاره کفایت نه کوي، همدا اوس مونږ د بودجې د جدي کمبود سره مخ یو، مونږ مجبوریږو چې خپل هغه پروګرامونه چې د خلکو د ژوند د ژغورلو د پروګرامونو سره تړاو نه لري یا راکم او یا یې هم وځنډو ترڅو مونږ هغه پروګرامونه چې د خلکو د ژوند د ژغورنې سبب کیږي پرمخ بوزو ".

وحیدالله اماني د غور،بدخشان، پکتیکا او خوست ولایتونه په هغو ولایتونو په ډله کې وشمیرل چې په کې خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري چې د ډبلیو ایف پي د ویاند په وینا که په وخت ورته مرستې ونه رسیږي نو په دغو ولایتونو کې د خلکو ژوند به له ډیرو ستونزو سره مخ شي.

هغه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د دوه سوه زرو څخه زیات د وزیرستان د مهاجرینو دیره کیدل هم یاد کړل وې ویل چې دغو مهاجرینو د دغو دوه ولایتونو په اقتصاد او ژوند باندې هم ناسمه اغیزه کړې او خلک یې لا هم د نیستۍ سره مخ کړي دي.

په افغانستان د خوراک د نړیوالې ادارې ویاند وویل چې د بودجې د کمې د ستونزې ترڅنګ دا اداره خلکو ته د مرستې رسولو په برخه کې امنیتي ستونزې هم لری.

هغه وویل چې همدا تیره میاشت ناپیژاندو وسله والو په بدخشان کې په خوراکي موادو بار د ډبلیو ایف پي پنځه لارۍ سوزولي دي.

XS
SM
MD
LG