د لاس رسي وړ اتصالات

ماشومان ولې مړه پیدا کیږي او یا ژر مړه کیږي؟


د روغتیا نړیوال سازمان WHO په یو نوي لارښود کار کوي چې د هغو ماشومانو د مړه کیدو مخه ونیسي چې یا د مور په ګیډه کې مړه کیږي او یا د زیږیدو نه څو ورځې وروسته مړه کیږي. د ملګرو متلونو دغه اداره وایي یوه لار یې دا ده چې د دغو ماشومانو د مړه کیدو دلایل پیدا شي او ثبت شي.

په نړۍ کې هر کال شاوخوا دوه عشاریه شپږ ملیونه ماشومان د مور په ګیډه کې مړه کیږي او دوه عشاریه اوه ملیونه بیا د پیدا کیدو نه تقریباً اته ویشت ورځې وروسته مړه کیږي. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اکثره دغه پیښې د جنوبي آسیا او افریقا د لویې وچې په هیوادونو کې کیږي.

سره لدې چې د امیدوارۍ او ماشوم زیږونې پر وخت د مور د مړینۍ د مخنیوي په برخې کې څه نا څه پرمختګ شوی خو بیا هم د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې هر کال په اوسط ډول په ټولې نړۍ کې شاوخوا درې سوه زره میرمنې یا د امیدوراۍ پر وخت او یا د ماشوم د زیږولو پر وخت مړې کیږي.

ایان اسکیو چې د روغتیا په نړیوال سازمان یا ډبیلو ایچ او کې د امیدوارۍ د روغتیا او څیړنو د څانګې مشر دی، وایي چې د دغو مرګونو د مخنیوي لپاره تر ټولو مهم شی تعلیم او پوهاوی دی.
ښاغلي اسکیو وایي په نړۍ کې د نویو زیږیدلو ماشومانو مړینې ته چندانې ارزښت نه ورکول کیږي. هغه زیاتوي چې په اکثرو هیوادونو کې خلکو ته دا هم نه معلومیږي چې څومره ماشومان او څه شي له وجي مري ځکه چې دغو ماشومانو ته د مړیني تصدیق نه ورکول کیږي او بله دا چې څوک یې حساب هم نه نیسي.

" دا شمیر د اټکل له مخې شویدي او د بلې ستونزې سره چې مونږ مخ یو هغه دا ده چې د دغو ماشومانو زیږدینه او مړینه نه ثبتیږي. په همدې خاطر مونږ د هغوي د مرګ علت نشو معلومولی.

ډاکټرانو او څیړونکو د نویو زیږدلو ماشومانو او هغوي چې د مور په ګیډه کې مړه کیږي، ځیني علتونه تر اوسه پیدا کړیدي. یو علت یې دا دی چې ښایي د امیدوارۍ او زیږدنې پر وخت مور اختلاط ولري ، پدې معنی چې ماشوم په ټاکلي وخت نه پیدا کیږي او مور په ګیډه کې بند پاتې وي. بل دلیل یې دا دی چې ښایي پخپله مور مکروب ولري. دا ستونزه په ځانګړي ډول په هغو میرمنو کې زیاته وي چې د شکرې او یا د وینې د لوړ فشار ناروغي ولري.

او دریم دلیل یې بیا دا دی چې ښایي پخپله ماشوم د مور په ګیډه کې سمه وده نه نه وي کړې.
ډاکټر اسکیو وایي که چیرته هیواونه دا ثبت نکړي او اسناد یې ونه ساتي چې دا ماشومان ولې مړه کیږي، نو ډیره سخته به وي چې د هغوي د مړه کیدو مخه ونیول شي. هغه امریکا غږ ته وویل چې په ځینو هیوادونو کې سیمه ایز رواجونه د ماشومانو د مړینې په هکله د معلوماتو د ثبت کولو په مخکې تر ټولو غټ خنډونه ګرځي.

" په اکثرو هیوادونو کې د ماشوم مړ پیدا کیدل او یا د پیدا کیدو نه وروسته ژر مړ کیدل د ننګ او شرم خبره ده او همدا وجه ده چې په تاریخي لحاظ پدې هیوادونو کې دا معلومات نه ثبتیږي. ځینو هیوادونو کې داسې رواجونه هم شته چې وایي مړ پیدا شوی ماشوم د ژوند سره هیڅ تړاو نلري. پکار ده چې پدې برخې کې خلکو ته لارښوونې وشي. "

ایان اسکیو وایي هغه هیوادونه چې د مور او ماشوم د مړینې معلومات ثبتوي او پدې هکله اسناد راټولوي چې هغوي ولې مړه شول، کولی شي چې د روغتیا په برخې کې زیات پرمختګ وکړي او د ملیونونو ماشومانو او میندو د مرګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG