د لاس رسي وړ اتصالات

د معلولینو دپاره د نویو آسانتیاو زیری


د تکنالوژۍ له اړخه د اوسنیو او پخوانیو گرځنده څوکیو ترمنځ به څرگنده توپیر موجود وي.

د تکنالوژۍ له اړخه د اوسنیو او پخوانیو گرځنده څوکیو ترمنځ به څرگنده توپیر موجود وي.

ساینس پوهان وایي پدې څوکۍ باندی ناست معلول یوازې پر هدف باندې د نظر په ساتلو هماغه ځای ته ځان رسولای شي او د کومې تڼۍ کیباسلو ته هم اړتیا نشته.

که دا پروژه بریالۍ شي نو د یوه ارزان سافت ویر په مرستی به زیات شمیر معلولینو ته چې لاسونه نلري، په خپل زړه د خوځښت آزادي په برخه شي.

اکثر هغه کسان چې عصبي انساج یی زیانمن وي او د وجود غړي نشي خوځولای او یا یی هم نخاع شوکي ته تاوان ور رسیدلی وي، اقلآا سترگې خوځولای شی او سترگې د دماغ سره مستقیمه اړیکه لري.

موجوده پرمختللې تکنالوژي شدیدو معلولو ته ددې کار اجازه ورکوي چې پر کمپیوتر باندې تیر نښې ته په کتو او د څوکۍ د خوځښت په لارښودنې دا څوکۍ په آسانۍ په حرکت راولي. خو پدې سیستم کې ځینی ستونزې هم شته چې په هغو کې د سترگو د اشارې او د څوکۍ د حرکت ترمنځ ځنډ یادولای شو.

د لندن په امپریل نومی پوهنتون کی محصل، کروبین پلي چې پدې اړه په څیړنو کې برخه لري، وايي، "د اوسني حرکت له سافت ویر څخه یوازې په هغه وخت کې کار اخیستلای شئ چې په مخ کې دې کمپیوتر پرانستی وي او تاسې هم د کمپیوتر پر پاڼې یو دقیق ځای او یا سمت ته وگورئ."

ستونزه داده چې د کاروونکو پام له بهرنۍ نړۍ منحرف شي نو لدې کبله یی د کارولو په برخه کې ځیني خطرات هم شته مثلا پر لارې باندې خنډونو ته نه پاملرنه او داسې نور.

د لندن امپریل پوهنتون د داکتر الدو په مشرۍ یو تیم داسی یو سافت ویر جوړ کړی چې کاروونکو ته دومره کار آسانوي چې یوازې تلونکي سمت ته په کتو څوکۍ د خوښې وړ لوري ته ورخوځیږي.

داکتر الدو وایي، "زمونږ سترگې نه یوازې دا چې زمونږ روح ته د کتلو هنداره ده بلکه مقصد ته د رسیدو هنداره یی هم بللای شو. مثلا چیری چې غواړم لاړه شم نو په ځانگړي انداز هماغه لوري گورم هم او مونږ د کمپیوتر داسې یو سیستم هم جوړولای شو چې د سترگو د حرکت رازونه بربنډ کړي. د سترگو حرکت دپاره د لاری موندلو آله او بیا ورباندې ځان پوه کړو، او په همدې سره یی په کمپیوتر کې د یوه امر په توگه درج کړو نو کولاې شو چې څوکۍ ورباندې پخپله وچلوو."

دوې کمرې چې پر سترگو آزمویل شوي دي، د سترگو حرکات څاري او دا تشخیصولای شي چې آیا ناروغ غواړي یوې خوا ته حرکت وکړي او که یوازې یوه لوري ته گوري، یعنی د ناروغ د لا آسانتیا دپاره د کتو په بڼې کې هم توپیر موجود دی.

داکتر الدو زیاتوي، " نو مونږ د سترگو منځ چې د سترگو تور یا نینې بې هم بولي، هغه گوروو او بیا د درجې په ټاکلو یی د مسیر یا لارې د بدلون یا طی کولو جریان څیړو، اوبیا یې له هغه ځایه سره چې ناروغ ورته گوري، یو ځای تړو."

د دوربین په واسطه تشخیص شوي بصري اطلاعات د لس ملی ثآنیو په اندازې د ځانگړې عددي محاسبې پر بنسټ د چټک عمل په موخه د حرکت دپاره پر کمپیوتري دستور ژباړل کیږي.

د لندن د امپریل په پوهنتون کې څیړونکی ولیم ابوت وایي، "همدا شېبه زه مخامخ گورم خو په دقیقه توگه هغه ټکي ته په دوامداره توگه سترگې گنډم چې غواړم ځان ور ورسوم او دا څوکۍ هم زما پر ارادې چلیږي. نو که ښي خوا ته وگورم نو څوکۍ به مې هم هماغه خوا ته ور واوړي آو که کیڼې خوا ته نو څوکۍ به هغې خوا ته هم حرکت وکړي."

د کمرې پر بنا ددې سیستم بیه یوازې پنځه اتیا دالرو ته رسي ځکه اکثر کار یی د عددي محاسبې پر بنسټ کیږي او ورته د کوم گران سافت ویر اړتیا هم نشته. په لندن کې دیره دا تیم هیله لري چې دا سیستم تر دریو کلونو پورې د خلکو استفادې ته وړاندې کړي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG