د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لوبډلې پر خلاف د کوم افغان لوبغاړي څخه ډیره تمه کیدی شي؟


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روان نړیوال جام په سیالیو کې خپله پنځمه لوبه د پاکستان د لوبډلې په خلاف دوشنبه اکټوبر ۲۳ (تلې ۳۰) د چنای په لوبغالي کې کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټرات ویلي چې افغان لوبډله د پاکستان سره په لوبې کې د "هیجاني سیالۍ" لپاره چمتو ده.

ښاغلي ټرات د یکشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې افغان لوبغاړي پاکستان سره د لوبې لپاره هیجان دي او زیاته یې کړه چې د پاکستان سره تر دې وړاندې په لوبو کې هم افغان لوبغاړي ډیر جزباتي و.

سره لدې چې افغانستان په روانو سیالیو کې درې لوبې بایللي او یوازې یوه یې ګټلې خو پاکستان بیا دوه ګټلې او دوه یې بایللې دي.

افغانستان تر دې دمه د نمرو په جدول کې لسم او پاکستان پنځم مقام لري.

افغان لوبډله د پاکستان په پرتله دوو برخو کې برلاسي لري چې یوه یې د رحمان الله ګربز په ګډون د سر لوبغاړي یا ټاپ آرډر دی.

ګربز په لومړنیو لسو اورونو کې چې پاور پلې وي، په یوازې ځان ۷ شپږیزې وهلې خو د پاکستان لوبغاړو پدې روانو سیالیو کې د سر په لسو اورونو کې یوه شپږیزه هم نده وهلې.

د افغانستان بله برلاسي د راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي ورو توپ اچونه ده چې اوس مهال یې په نړۍ کې جوړه نشته.

داسې اوازې وې چې پاکستان د کرکټ د نړیوالې شورا څخه غوښتي و د افغانستان سره دا لوبه د هند کوم بل لوبغالي ته بدله شي ځکه چې دا لوبغالی تر ډیره هغو توپ اچوونکو لپاره ښه برابر دی چې ورو توپ اچونه کوي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټرات هم په خبرې کنفرانس کې همدې خبرې ته اشاره وکړله او وې ویل، " زه خبر نه یم چې هغوي د لوبغالي بدلون غوښتنه کړې وه. خو زه فکر کوم چې خپله پاکستان هم ښه ورو (سپېن) توپ اچونکي لري او دا چې یوازې درې ورو توپ اچوونکي لوبه کوي".

ښاغلي ټرات وړاندې وویل چې د لوبې ګتل یوازې د ورو توپ اچوونکو مسؤلیت ندی.

پاکستان او افغانستان ۷ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې ټولې یې پاکستان ګټلي دي خو د دواړو لوبډلو تر منځ تازه شل اوریزې لوبې چې شوي، په څلورو کې درې یې د افغانستان لوبډلې ګټلي دي.

عظمت الله عمرزی:

د افغانستان په لوبډلې کې بله غټه مثبته نقطه د عظمت الله عمرزي په شان داسې لوبغاړي شتون دی چې نه یوازې تیزه توپ اچونه کوي، بلکې دا وړتیا هم لري چې د لوبې بیلا بیلو برخو کې داسې توپ وهنه وکړي چې د لوبډلې د اوږو بار پرې سپکیږي.

عمرزي د هند سره په څلورمې لوبې کې چې د افغانستان لوبډلې وبایلله، ۶۲ منډې وکړلې او په چنای کې د نیوزلینډ لوبډلې په خلاف لوبې کې یې په یو اور کې د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د هند پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر چې د توپ وهنې له کبله نړیوال شهرت لري، د عمرزي په هکله یې د اکس په ټولنیزې شبکې کې داسې لیکلی، "د عظمت الله مړوند چې ګورم، داسې احساس کوم چې ډیر ښه ده او ما ته پروین کمار او بوهنویش کمار را په یادوي. دا (مړوند) هغه ته اجازه ورکوي چې بال دواړو خواوو ته تاو کړي او په داسو شرایطو کې ښایي ګټور ثابت شي".

عمرزی چې د خپل مړوند پر مټ کولی شي توپ دواړو خواوو ته تاو کړي، د افغانستان لپاره یې لوبه د توپ وهونکي په توګه پیل کړله خو د بنګله دیش او پاکستان تجارتي سیالیو کې یې وښوده چې یو ښه توپ اچوونکی هم دی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG