د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ ومنله چې د ګوانتانامانو زندان یې ونشو تړلی


د ګوانتانامو په زندان کې اوس یوازې ۴۲ زندانیان پاتې دي.‌
د ګوانتانامو په زندان کې اوس یوازې ۴۲ زندانیان پاتې دي.‌

د جمهور رئیس براک اوباما اداره پدې ټینګار کوي چې د واکمنۍ تر وروستیو ورځو پورې یې نیت درلود چې د ګوانتانامو زندان به تړي خو د سپینې ماڼۍ ویاند جاش انرست د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې " د وخت د کمښت له وجې د ګوانتانامو زندان نشي تړلی. "

ارنست په خبري کنفرانس کې وویل چې د ګوانتانامو نه تړل دا معنی نلری چې "د تړلو کوښښ یې ندی شوی" بلکې زیاته یې کړه چې د کانګریس د ځینو غړیو د مخالفت له وجې ګونتانامو ونه تړل شو. کانګریس د جمهور رئیس اوباما په ادارې دا شرط ایښی و چې د ګوانتانامو د زندان په هکله د هرې پریکړې لپاره دې هغوي ته دیرش ورځې وړاندې اطلاع ورکړي.‌

د سپینې ماڼۍ ویاند وایي د کانګریس غړیو د ګوانتانامو د زندان سره "سیاسي چلن کاوه. "

د جمهور رئیس براک اوباما د واکمنۍ په پیل کې پدې زندان کې ټول ټال ۴۴۸ زندانیان و.‌ښاغلي اوباما د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو پر وخت ژمنه کړې وه چې دغه زندان به تړي.‌ اوباما ویلي و چې وسله والې ډلې د همدې زندان په بهانې خلک د جګړې لپاره جذبوي .

د جمهور رئیس اوباما په اته کلنې دورې کې د ګوانتانامو د زندانیو د قضیو څیړل پیل شول او هغوي چې "خطر" نه ګڼل کیدل، خوشې شول او یا نورو هیوادونو ته انتقال شول.

لس بندیان چې دوه یې افغانان او اته یې د یمن اوسیدونکي و د همدې تیرې دوشنبې په ورځ عمان ته واستول شول. اوس د ګوانتانامو په زندان کې یوازې ۴۲ زندانیان پاتې دي.‌

اوباما غوښتل چې پاتې بندیان امریکا او نوور هیوادونو ته انتقال کړي او د ګوانتانامو زندان د تل لپاره وتړي خو کانګریس یې د دې هڅو مخه هم ونیوله.‌

د بشري حقونو ادارو هم په ښاغلي اوباما انتقاد کړی چې د دې زندان د تړلو لپاره یې جدي اقدامات ندي کړي. ټام ویلنر چې د ګوانتانامو د څو تنو زندانیانو مدافع وکیل و، اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې " د ګوانتانامو زندان هیڅ ګټه نلري او خلاص ساتل یې امریکا ته ډیر ګران تمامیږي."

ویلنر ویلي هیله مند دی چې د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ به هم ډیر ژر پدې پوه شي چې د ګوانتانامو د زندان خلاص ساتل ګټه نلري.

XS
SM
MD
LG