د لاس رسي وړ اتصالات

د مالي ګرنګ د حل لپاره په سپینه ماڼۍ کې خبرې روانې دي


د امریکا ولسمشر براک اوباما په سپینه ماڼۍ کې نن د جمعې په ورځ د کانگریس له څلورو جگپوړه مشرانو سره خبرې کوي، په داسې حال کې چې دمالي گړنگ دوروستۍ نېټی د پوره کېدلو وخت په چټکۍ سره راروان دی.

ولسمشر اوباما به د ډیموکرات گوند د سنا د مشر هاري ریډ ، د ولسي جرګۍ د ډیموکراتانو د مشرې ننسي پلوسي، په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د مشر میچ میکانل او د جمهوري گوند د پارلیمان د رئیس جان بیهنر سره خبرې وکړي.

رپوټ وايي که چېري د جنورۍ تراولې پورې دا دواړه گوندونه کومې موافقې ته سره ونه رسېږي نو د مالي گړنگ موده به پوره شي او تقریبا د هرامریکا يي مالیه به په اوسط ډول تردوو زرو نه زیاته لوړه شي. د حکومت په لگښت کې به هم کمښت راشي .
اقتصادپوهان ویره لري چې د امریکا کمزوری او سوکه اقتصاد به بیرته د اقتصادي رکود په لورې روان سي.


له بل پلوه د خلکو د نظر معلومولو یوه نوې سروې ښيي چې د امریکا د مالي گړنگ د بحران دحل په اړه امریکایان زیاتره ملامتي د جمهوررئیس اوباما او د کانگرس د دیموکراتو غړو په نسبت د کانگرس په جمهوري غوښتونکو غړو باندي ور اچوي.

د رویترز د یوې سروې پربنا چې تقریبا د١٥٠٠تنو امریکایانو نه اخیستل شوې ده ٢٧ په سلو کې آمریکایان جمهوري غوښتونکي ملامت بللي ، ١٦ فیصده ښاغلی اوباما ملامت ګڼي ، ٦ فیصده د کانگرس دیموکرات غړي ملامت بولي او ٣١ فیصده ټول مسئول بولي.

مگر په هغوي کي چي د نظر معلومولو سروې یې شوې ده ٦٧ فیصده یې ویلي دي چي دغه مالي گړنگ به د رخصتیو په ورځو کي ددوي په لگښتونو باندي تاثیر ونه کړي.

د نظر معلومولو دا سروې د ډیسیمبر د ٢٣مي نه د ډیسیمبر تر ٢٧مي پوري سوې ده.
XS
SM
MD
LG