د لاس رسي وړ اتصالات

د سپینې ماڼۍ د رسوایي تاریخچه


د ټرمپ پر انتخاباتي کمپاین د روسیې سره د اړیکو تور د پخواني ولسمشر ریچرډ نیکسن د رسوایي سره پرتله کیږي. هغه په ١٩٧۴ کې استعفا ته اړ شوی و.
د ټرمپ پر انتخاباتي کمپاین د روسیې سره د اړیکو تور د پخواني ولسمشر ریچرډ نیکسن د رسوایي سره پرتله کیږي. هغه په ١٩٧۴ کې استعفا ته اړ شوی و.

په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو جنجال د ولسشمر ټرمپ لپاره لوی سرخوږی دی. تاریخ دا ښیي چې که د لگول شوي تور په اړه کره شواهد وموندل شي، جمهور رئیس ښایي ستره سیاسي بیه پرې کړي.

څیړونکې په انتخاباتو کې د روسیې او د ټرمپ د کمپاین ترمنځ د اړیکو د موندنې هڅې کوي، خو ټرمپ پر رسنیو د تربگنۍ تور لگوي.

ټرمپ وایي "زه په ډاډ ویلی شم چې په تاریخ کې له هیڅ یوه سیاستوال سره دومره بې عدالتي نه ده شوي، لکه رسنۍ یې چې زما سره کوي".

د پخوانیو جمهور رئیسانو د رسوایي بیلگې

ددې لړۍ په پیل کې د جمهور رئیس ریچرډ نیکسن د واټرگیټ رسوایي (سکېنډل) یادیږي. د دیموکرات گوند له مرکزي دفتره یې مالومات غلا کړي و. سپینې ماڼی ددې موضوع د پټولو هڅه وکړه خو بالاخره نیکسن استعفا کولو ته اړ شو.

ریچرډ نیکسن د ١٩٧۴ کال د اگست په اتمه نیټه د جمهوري ریاست څخه استعفا وکړه.
ریچرډ نیکسن د ١٩٧۴ کال د اگست په اتمه نیټه د جمهوري ریاست څخه استعفا وکړه.

جمهور رئیس رونالډ ریگن، د ایران څخه د امریکایي دیپلوماتانو د را خوشي کولو په معامله کې پر هغه هېواد وسلې پلورلې وې. په تحقیقاتو کې معلومه شوه چې د وسلو د پلور پیسې یې د نیکاراگوا د حکومت مخالفو یاغي ډلو ته ورکړې وې.

ریگن وویل "څو میاشتې وړاندې ما د امریکا ولس ته ویلي و چې د ایران څخه د امریکایانو د راخلاصولو په بدل کې مو وسلې نه دي ورکړي. زه اوس هم په همدې نظر یم، خو د شواهدو په رڼا کې، ښکاري چې حقیقت بل څه دی."

ریگن د امریکا له ولس څخه د معاملې د پټولو بښنه وغوښته، او د حکومت دوره یې بشپړه کړله.

ولسمشر رونالډ ریگن پر ایران وسلې پلورلې وې او پیسې یې په نیکاراگوا کې یاغیانو ته ورکړې وې.
ولسمشر رونالډ ریگن پر ایران وسلې پلورلې وې او پیسې یې په نیکاراگوا کې یاغیانو ته ورکړې وې.

په ١٩٩٨ کال کې جمهور رئیس بل کلنټن د محصلې مونیکا لیونسکي سره د جنسي اړیکو په تور د کانگرس لخوا استیضاح شو. پیغلې لیونسکي په سپینه ماڼۍ کې افتخاري دنده (انټرنشپ) کوله.

بل کلنټن د جنسي اړیکو د تور په اړه کانگرس ته وویل "ما د مونیکا لیونسکي سره جنسي اړیکې نه دي درلودلې" خو هغه په عین حال کې د ناسم چلند بښنه وغوښته.

کلنټن د سنا په مجلس کې وبښل شو او څوکۍ یې وژغورل شوه چې خپله دوره بشپړه کړي.

ولسمشر بل کلنټن په سپینه ماڼۍ کې د محصلې او کارمندې مونیکا لیونسکي سره د جنسي اړیکو په تور استیضاح شوی و.
ولسمشر بل کلنټن په سپینه ماڼۍ کې د محصلې او کارمندې مونیکا لیونسکي سره د جنسي اړیکو په تور استیضاح شوی و.

د انتخاباتو په قضیه کې، قانون پوهان وایي که د روسیې او د ټرمپ د کمپاین ترمنځ د معاملې شواهد وړاندې شول، نتیجه به یې سپینه ماڼۍ ولړزوي.

پال شیف برمن په جورج ټاون پوهنتون کې استاد دی. "دا کارونه (انتخابات) زموږ د دیموکراتیک نظام بنسټونه دي، که ثابت شي، پایله به یې د نیکسن د واټرگیټ تر سکینډله هم خطرناکه وي".

سیاسي څیړونکی جان فورټیر وایي چې د تحقیقاتو د پای ته رسیدلو څرک نه ښکاري، په همدې خاطر یې پر ټرمپ باندې سیاسي اغیزې هم نامعلومې دي.

ښاغلی فورټیر زیاتوي "د ځینو نورو جمهور رئیسانو په اړه هم داسي تحقیقات شوي دي، په دې جریان کې به داسي ښکاریدل چې گواکې حکومت به یې ختم شي، خو هغوی به دوام وکړ. یعنې د کیسې پای لا تر اوسه لیکل شوی نه دی".

جمهور رئیس ټرمپ په دې پوهیږي چې تحقیقات به روان وي، وخت نیسي، خو دی باید خپل کورني او بهرني مسؤلیتونه سرته ورسوي.

په لومړني بهرني سفر کې د مهمو مسلو په اړه سعودي، اسرائیل، واتیکان، بروکسل او ایټالیا ته ولاړ، خو د کورنیو سترو جنجالونو په پرتلې دا یوه لویه تفریح وه.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG