د لاس رسي وړ اتصالات

یو سړی سپینې ماڼۍ ته د ننوتلو د هڅې پر مهال ونیول شو


سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

د واشنگټن پولیسو نن د پنجشنبی په ورځ ېو ٢٣ کلن ځوان وروسته له هغې چې د سپېنې ماڼۍ پر امنېتي دېوال وخوت، ونیوه.

په دې وروستېو کی دا دویمه پېښه ده. Secret Service ، د خفیه پولیسو اداره چې د امرېکا د جمهور رئیس او د سپېنې مانۍ د امنېت د ساتلو مسوولېت په غاړه لري، ددغې پېښې نه وروسته یې یو ویاند خبریالانو ته ووېل چې د ډومېنېک اډېسانیا په نوم د مرېلېنډ اېالت ېو اوسېدونکی دسېپنې ماڼۍ ساتوونکو او روزل شوو سپیو هغه مهال ونېوه چې د ماښام په اوبجو د ودانۍ د امنېتی دېوال د پاسه وخوت.

هغه د پولېسو سپي په لغته ووهل،او زخمي ېې کړل چې اوس دعلاج لاندې دي. ددغه سړي پلار وایي چې ځوی ېې لیونی دی. پولیسو هغه په جرم نه دی تورن کړې.

تېره میاشت ېو بل ۴٢ سړی چې عمر گونزېالېز نومېده، او چاقو ېې په لا س کی و د سپېنې ماڼۍ په دیوال جگ شو او په دننه چمن کی ېې منډې وهلې چې پولیسو ونیوه. پولیسو دهغه له موټر نه ٨٠٠ فاېره مهمات، ېو څټک او دوه تبرگي راووېستل. دغه سړی فعلا بندي دی.

بل لوري ته د کاناډا صدراعظم سټېفن هارپر واېې چې هېواد به ېې هېڅکله د هغو حملو له امله ونه ډار شي چې په دې هفته کی په مونټریال او اوټاوا کی وشوې او دوه کاناډايي عسکر په کی ووژل شول.

ښاغلی هاپر وایي " زمونږ په امنېتی پرسونل او په دولتي موسساتو باندې حمله په واقیعت کی زمونږ پرټول هېواد، زمونږ په ارزښتونو او ټولنې باندې حمله ده. وروستیو حملو وښوده چې کاناډا د تروریزم نه خوندي نه دی او مونږ ېې باید چې په مقابل کی ځوابي اقدامات دوه برابره زیات کړو."

سټېفن هارپر څو ساعته وروسته له هغې وېنا وکړه چې ېوه ټوپکوالا په اوتاوا کې د جنگ د ملي یادگار ېو ساتونکی ووېشت چې بېا وروسته په روغتون کی مړ شو.

عیني شاهدانو ووېل چې حمله کوونکی د پارلمان د ودانۍ په لورې ولاړ او مخکې له دې چې ودانۍ ته ننوځي له خوشحالۍ نه خپل لاسونه پورته کړل او بېا ېې ډزې وکړې، خو پولېسو ووېشت او مړ ېې کړ.

د دغه ٣٢ کلن حمله کوونکې نوم ماېکل زهاف بیبو ښودل شوې دی.

له پرونۍ حملې نه مخکې ېو کاناډاېې ځوان چې څه موده مخکې ېې اسلام قبول کړې و، په مونټړېال کې ېې خپل موټر پر دوو کاناډاېې عسکرو وخېژو. ېوعسکر مړ شو او بل زخمي شو.

د امرېکا جمهور رئېس د کاناډا صدراعظم سره پرون په تلېفون وغږېده او وېې وېل چې کاناډا او امرېکا باېد د ټرورزم په مقابل کی خپله ملگرتېا خوندي وساتي.

XS
SM
MD
LG