د لاس رسي وړ اتصالات

د کونډو نړیواله ورځ او د کونډو کړاوونه 


افغان حکومت شاوخوا ۵۰۰زره کونډې ثبت او راجستر کړي دي
افغان حکومت شاوخوا ۵۰۰زره کونډې ثبت او راجستر کړي دي

د جون د میاشتې ۲۳ نېټه د کونډو او د هغوی د حقونو څخه د دفاع نړېواله ورځ نومیږي. د رویټرز خبري اژانس وايي د لمبو په نامه د یوې ټولنې د ۲۰۱۵ کال د راپور په اساس په ټولې نړۍ کې ۲۵۸ میلیونه کونډې ژوند کوي، چې لسمه برخه یې په افریقايي هېوادونو کې دي.

افغانستان هم هغه هېواد دی، چې شاید د سیمې په کچه ډېرې کونډې ولري. د افغانستان د کار او ټولننیزو چارو وزارت وايي یوازې له دوی سره ۵۰۰زره کونډې ثبت او راجستر دي.

د وزارت مرستیال واصل نور مهمند امریکا غږ اشنا ته وویل "د عمرونو تفکیک یې نه کیږي، خو موږ له هرې کونډې سره د میاشتې پنځه زره افغانۍ مرسته کوو او دا پېسې د حکومت له بودیجې ورکول کیږي".

ښاغلي مهمند ونه ویل چې په دغو ښځو کې څومره د جنګ جګړو له کبله کونډې شوي دي، خو وايي چې د افغانستان د شهدا د ورثو د قانون په اساس هغوی دا میاشتنۍ پېسې ورکول کیږي.

د قانون له مخې د افغانستان هر امنیتي سرتیری چې وژل کیږي، که یې کورنۍ غوښتي وي، مېرمن یې له دغه وزارت سره ثبتیږي او میاشتنۍ تنخوا یې حواله کیږي. خو، دا لا معلومه نه ده، چې د وزارت له ثبت نه نورې څومره کونډې پاتې وي.

د کونډو د حقونو یو نړیوال سازمان وايي ډېرې کونډې له خپلو حقونو نا خبرې وي، خسرګنۍ او ټولنه ورسره ظلم کوي او ډېر کله د خپلې خوښې خلاف، لیور او یا د کورنۍ کوم بل غړي ته واده کیږي.

د میړه له مړینې وروسته له لیوره سره د ښځې ودول، لا هم د افغانستان په ځينو سېمو کې دود دی.

د افریقا بیلګې

ګلاریسیس د کامیرون د دوالا سيمې اوسېدونکې ده، هغه چې کونډه شوه، خسرګنۍ یې له کوره وشړله او مجبوره یې کړله، چې له خپل لیور سره واده وکړي.

هغې د رویټرز خبري اژانس ته وویل، له دویم واده ورسته یې نوي میړه ته یو ډول ناروغي، چې د ښځو له تناسې الې نه انتقالیږي پېدا شوه او وسره د هغې د ژوند یو بل سخت پړاو هم پیل شو.

هغه وايي " خسرګنۍ مې په فحاشۍ او بدلمنۍ تورنه کړم. میړه مې د کور غړي راوغوښتل او ټولو ته یې وویل چې زه بدلمنه یم."

دا وايي چې له ژړا او اوښکو تویولو پرته یې بله لار نه لرله " زه هغوی تورنه کړم چې خپل مخکنی میړه مې هم وژلی دی. زما خواښې راته د مرګ ګواښ وکړ."

ګلاریس، له دغو لانجو او تورونو ورسته له کوره وتښتېدله او اوس په یوې کوډلې کې له خپلې یوې لورکۍ سره له ستونزو ډک ژوند تېروي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG