د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي میرمن له حقاني ډلې نه خپل میړه غواړي


ښاغلی اوربي په ۱۹۹۳ میلادي کې د "پاکه وینه" تر عنوان لاندې د افغانستان د جگړې په هکله یو کتاب لیکلی
ښاغلی اوربي په ۱۹۹۳ میلادي کې د "پاکه وینه" تر عنوان لاندې د افغانستان د جگړې په هکله یو کتاب لیکلی

هغې امریکایي میرمنې چې میړه یې په افغانستان کې د یو څیړنیز سفر په ترڅ کې بې درکه شوی، اوس د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې له لارې د خپل میړه د آزادیدو غوښتنه کړې ده.

د ٢٠١۴ کال د می د میاشتې په ١٧ د خپلې کورنۍ سره د وروستي تماس وروسته ٧۴ کلن پال اروبي د افغانستان د خوست په ولایت کې تری تم شو.

ښاغلي اروبي هڅه کوله چې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني سره مرکه وکړي. د پاکستان ډیلي ورځپاڼې په لیکنه ښاغلي اوربي هڅه کوله چې د افغانستان له پولې نه په تیریدو د شمالي وزیرستان ناارامې سیمې ته ورشي.

د ښاغلي اروبي میرمن جین لارسن، دغې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې هغه په دې باور ده چې میړه یې یرغمل شوی دی او د یرغمل کوونکو نه یې غوښتي چې د خدای د رضا په خاطر د هغې میړه خوشې کړي.

خو د حقاني شبکې سرچینو پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې ښاغلی اوربي له دوی سره نشته او څرگنده نه ده چې هغه ته څه پیښ شوي دي.

ښاغلی اوربي په ۱۹۹۳ میلادي کې د "پاکه وینه" تر عنوان لاندې د افغانستان د جگړې په هکله یو کتاب ولیکه. هغه وخت چې د امریکا متحده ایالاتو د شوروي یرغل پر وړاندې افغان مجاهدین تمویلول ښاغلی اوربي په افغانستان کې تحقیق کاوه.

د خپل میړه د خوشې کولو لپاره د میرمن لارسن غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې تیره میاشت د طالبانو ډلې د حقاني شبکې یوه ویدیو خپره کړه چې په کې امریکایي میرمن کیتلن کولمن، د خپل کاناډایي میړه جاشوا بویل، سره لیدل کیده. دغه دواړه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په افغانستان کې یرغمل شوي وو.

د دوی دوه کوچني ځامن چې په افغانستان کې زیږیدلي هغوی هم په دې ویدیو کې لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG