د لاس رسي وړ اتصالات

د دوبۍ دیني عالمانو د WiFi د غلو پر ضد فتوا ورکړه


د دوبۍ د فتوا یوه تر ټولو لوړه سرچینه وايي له ګاونډیانو او نورو نه د WiFi غلا کول د اسلامي او مذهبي اصولو خلاف کار دی. ښايي دا لومړی ځل وي، چې دیني عالمان په کوم اسلامي هېواد کې د ټکنالوژۍ د دا ډول غلا پر ضد فتوا ورکوي.

د اسوشیټټ پرس خبري اژانس وايي چې دغه فتوا د دوبۍ د اسلامي او خیر ښیګڼې د چارو د څانګې مفتیانو ورکړې ده.

WiFi د ټکنالوژي هغه وسیله ده، چې له کوم لاین یا ارتباط پرته تاسو په څو مېترۍ کې له انټرنټ سره نښلوي، کله ناکله ځيني کسان په پټه د نورو WiFi ته لاسرسی پېدا کوي، چې له لګښت پرته چټک انټرنټ وکاروي.

یو کس د دغې څانګې له عالمانو وپوښتل، چې د نورو خلکو WiFi کارولی شو؟ مفتیانو د مالک له اجازې پرته د WiFi استعمال غیر اسلامي وباله او وویل" که د WiFi د مالک اجازه وي ستونزه نشته، خو که یې اجازه یې نه وي، باید یې ونه کاروئ."

دا پوښتنه او فتوا د دوبۍ د دیني او خیرښیګڼو د چارو د څانګې پر ویپاڼې موجوده ده.

د دوبۍ د دیني چارو د دغې څانګې مفتیان د انټرنټ له لارې د خلکو پوښتنې ځوابوي، چې ډېر کله خلک د معاصري ټکنالوژۍ او معاصري نړۍ اړوندې پوښتنې هم کوي او مفتیان یې ځوابوي.

XS
SM
MD
LG