د لاس رسي وړ اتصالات

د ویکی لیکس مشر جولیان اسینج په لندن کې ونیول شو


د ویکی لیکس مشر جولیان اسینج په لندن کې ونیول شو
د ویکی لیکس مشر جولیان اسینج په لندن کې ونیول شو

د لندن چارواکیو د وېکی لېکس مشر جولېان اسېنج په دې توقېف کړېدی چې د سوېډن حکومت پرهغه باندی تور لگولی دی چې له کومی ښځې سره یې زبر زنا کړېده او په غېرقانونی توگه ېې مجبوره کړېده.

خو جولېان اسېنج دغه تور ردوي.

رپوټ وايی چې جولېان اسېنج په سوېډن کې ددی لپاره محکمی ته غوښتل شوېدی چې دهغو ادعاگانو په باب سپېناوی وکړي چې پرده باندې لگېدلی دی.

تمه ده چې دوېکی لېکس مشربه د سه شنبی په ورځ ناوخته محکمی ته ولاړشی. د اسېنج وکېل وېلی دی چی دوی به سوېډن ته دهغه له لېږلو سره قانونی مبارزه وکړي. د هغه وکیلان له دې نه بېرېږی چې هسې نه امریکا ته یې په لاس ورکړي.

دوېکی لېکس وېب پاڼه جولېان اسېنج جوړه کړېده او دامرېکا پټ دېپلوماتېک اسنادېې چې شمېر به ېې تقرېبا ٢٥٠ زروته رسېږی خپاره کړل.

د وېکی لېکس ېوه نطاق ووېل چې د داسنېج توقېفېدل ددی مانا نلری چې د وېکی لېکس وېبپاڼه به داسنادو خپرول بند کاندی. هغه ووېل چې دهغه نېول به ددغو اسنادو په خپریدلوباندی هېڅ اغېزه ونکړی.

له توقېفېدلونه مخکی د سه شنبی په ورځ وېکی لېکس هغه سند خپور کړ چې وايي ناټو ېوداسی نظآمی پلان جوړ کړی و چې د روسېې د برېد په مقابل کې د بالتېک له هېوادونو نه دفاع وکړی. داکاروروسته له هغه نه وشو چې روسېی پر جورجېاباندی په ٢٠٠٨ کال کې برېد وکړ. د برتانېې د گارډېن ورځپاڼه لېکی چې داسند هغه پټ پلان څرگندوی چې وايی داستونېا، لېتوېا او لېتانېا هېوادونه باېد خوندی کړی شی. دا پلان ناټو د امرېکا د متحده اېالاتواو جرمنی په هڅونه باندی جوړ کړی و.

XS
SM
MD
LG