د لاس رسي وړ اتصالات

محرمو اسنادو د پاکستان د اتومي تاسیساتو په اړه خبرې کړي


محرمو اسنادو د پاکستان د اتومي تاسیساتو په اړه خبرې کړي

محرمو اسنادو د پاکستان د اتومي تاسیساتو په اړه خبرې کړي

نن چارشنبې نیویارک ټایمز او د گاردین ورځپاڼو د ویکیلیکز په انترنیټ پاڼه کې د خپرو شوو سري معلوماتو چې د امریکا له سفارتونو څخه واشنگټن ته مخابره شوي یو لړ نور جزیات خپاره کړي دي.

د امریکا دیپلوماتیک تیلگرافونه چې د ویکیلکز انټرنیت پاڼې خپاره کړي د پاکستان د اتومي موادو او د افغانستان د پولې په اوږدو کې د یاغیانو پر ضد د اسلام اباد د تعهد په اړه اندیښنه څرگندوي.

نیویارک ټایمز او د گاردین ورځپاڼو ددغو تیلگرافونو د خپرولو د لړۍ په ترڅ کې لیکلي چې د دوه زره نهم کال د فبروری د میاشتې په یو تیلگراف کې چې په پاکستان کې د امریکا سفیرې ان پترسن واشنگټن ته رالیږلی ویلي دي چې امریکایي مامورین په دې اندیښمن دي چې کوم یو شخص چې د پاکستان په اتومي تاسیساتو کې کار کوي ښایي له هغه ځایه په تدریج سره دومره اندازه مواد قاچاق کړي چې وسله ترې جوړه شي.

د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند عبدال باثت له خولې ویلي دي چې دغه ډول اندیښنې بې ځایه دي.

یو بل رپوټ وایي د امریکا له لورې نورې مالي او نظامي مرستې به پاکستان د اسلامي ملیشو له پلوۍ نه منع نه کړي ځکه چې اسلام اباد هغوی د هند پر ضد د خپلې امنیتي ستراتیژۍ جز گڼي.

په دې ترڅ کې وروسته له دې چې سویډن د جنسي تیري د تور د پلټنو په مقصد د ویکیلیکز د انترنیت پانې د طراح ژولیان اسانژ د نیولو امر صادر کړ، د انټرپول پولیسو هغه په خپل هغه لیست کې شامل کړ چې ژر باید توقیف شي.

د اسنادو د افشا کیدو وروستنۍ لړۍ همداشان وایي چې د امریکا د اردو کوچنیو ډلو د پاکستان د حکومت په موافقه په قبائیلي سیمو کې عملیات کړي دي.

رپوټونه همداشان وایي چې پاکستان خپل هغه تعهد ته شا کړې چې استعمال شوي اتومي سونگ مواد امریکا ته ولیږدوي. پاکستاني مامورینو امریکایي مامورینو ته خبرداری ورکړی چې محلي رسنۍ ښایي دغه لیږدونه داسې انځور کړي چې امریکا د پاکستان اتومي وسلې تر خپل کنترول لاندې راوړي.

د امریکا حکومت هڅه کوي چې په راتلونکې کې د امریکا د سري اسنادو د افشا کیدو مخنیوی وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس وایي په ویکیلیکز کې د اسنادو خپریدل د خپگان وړ دي خو دا به کوم ستر اثر ونه لري.

نور دیپلوماتیک تیلگرافونه چې په ویکیلیکز کې افشا شوي د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي یو شمیر بندیان پرته له محاکمې خوشې کړي ځکه چې هغوی د زورو کسانو سره اړیکې درلودې.

افغانستان په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. امریکا په ویکیلیکز کې د څه دپاسه دوه نیم سوه زرو حساسو دیپلوماتیکو اسنادو خپریدل غندلي دي.

XS
SM
MD
LG