د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه وایي اسانژ باید آزاد شي


اسانژ کمپيوټر پروګرامر او هکر دی چې په ۲۰۰۶میلادي کال کې يې د ويکي ليکس په نامه انترنیټ پاڼه کې د امریکا د حکومت محرم رازونه افشا کړل.
اسانژ کمپيوټر پروګرامر او هکر دی چې په ۲۰۰۶میلادي کال کې يې د ويکي ليکس په نامه انترنیټ پاڼه کې د امریکا د حکومت محرم رازونه افشا کړل.

اسانژ وایي غواړي په لندن کې د اکوادور له سفارت ووځي چیرته چې هغه له نژدې څلورو کالو راهیسې پناه وړې ده. خو د برتانیې پولیس وایي دوی هوډمن دي چې د ویکیلیکس بنسټ ایښوونکی ونیسي.

سویډن پر اسانژ د جنسي تيري تور لگولی او د هغه د نيولو غوښتنه یې کړې ده. خو ښاغلی اسانژ دغه تور ردوي.

د خپلسرو توقیفولو په هکله د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان کاري ډله چې په کې ناپیلي کارپوهان شامل دي نن یې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې ویلي دي "د ښاغلي اسانژ شرایط د برتانیې او سویډن د دولتونو له لورې په خپلسره د هغه د آزادۍ سلبول دي او دا کار باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د ملگرو ملتونو دغې کاري ډلې پریکړه کړې چې سویډن او برتانیه باید د ښاغلي اسانژ پر وړاندې د خپل چلند په وجه هغه ته تاوان ورکړي.

د برتانيې حکومت وايي، دا قانوني اړتيا ده چې اسانژ سويډن ته وسپاري. دوی وایي اسانژ په قصدي توگه د اکوادور په سفارت کې په اوسیدلو، خپل توقيف کیدل ځنډولی دی.

د برتانيې حکومت دا هم ويلي چې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې پریکړه په برتانیه کې قانوني حيثيت نه لري. د سويډن قاضيانو هم ويلي دي چې د دې قضيې د پلټنو په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې نظر د سويډن د قانون له مخې رسمي حيثيت نه لري.

اسانژ د استراليا تابعیت لري. هغه له دې ډاریږي چې که ونيول شي، ښايي امریکا ته په لاس ورکړل شي چېرته چې هغه به په ويکي لیکس ويب پاڼه کې د زرګونو محرمو اسنادو د خپرولو په خاطر محکمې ته وړاندې شي.

ښاغلی اسانژ کمپيوټر پروګرامر او هکر دی چې په ۲۰۰۶میلادي کال کې يې د ويکي ليکس په نامه انترنیټ پاڼه کې د امریکا د حکومت محرم رازونه افشا کړل چې په کې د افغانستان او عراق د جګړې په اړه د پنځه لکه نظامي محرمو اسنادو او دوه نيم لکو ډپلوماټيکو دوسيو خپرول شامل وو.

د دغو اسنادو اصلي سرچينه د امريکا د پوځ يو سرتيری چيلسي ماننګ وو چې د جاسوسۍ په قضيه کې د پنځه دېرش کالو په بند محکوم شو.

په متحده ایالاتو کې لا هم یو منصفه هیت د ویکی لیکس قضیه څیړي. د سپنې ماڼۍ ویاند جوش ارنست د پنجشنبې په ورځ وویل چې برتانیه او سویډن باید د اسانژ قضیه حل کړي.

هغه زیاته کړه چې "دا ماته څرگنده نه ده چې د ملگرو ملتونو اعلامیه به په دې مسلې باندې کوم مشخص اثر ولري."

اکواډور په ۲۰۱۲ کال کې اسانژ ته پناه ورکړه او د هغه هیواد ولسمشر رفايل کوريا يوې خبري غونډې ته وويل چې د ملګرو ملتونو پرېکړه له څو کلونو وروسته ښيي چې موږ پر سمه وو

XS
SM
MD
LG