د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سلاکار د نورو محرمو اسنادو خپرول خطرناک بللي


امریکايي سلاکار د نورو محرمو اسنادو خپرول خطرناک بللي

امریکايي سلاکار د نورو محرمو اسنادو خپرول خطرناک بللي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار د ویکی لیکس د ویب پاڼی مؤسس جولین اسنج او د هغه مدافع وکیل ته یو لیک استولئ او ورته ویلي یې دي چې د هغه دا نیت چی نور زیات امریکایی محرم اسناد افشاُ کړی، هغه به د امریکا د قانون نه سرغړونه وي.

د هرالد کو لخوا دا لیک چی د نوامبر په ٢٧ مه نیټه لیکل شوی، د اسنج د هغه لیک په ځواب کی لیکل شوئ چی هغه په لندن کی د امریکا سفیر ته استولئ ؤ او د دې خبردارئ یې ورکړی و چې نور محرم اسناد به په ویکی لکس کی خپاره کړي.

په دغه دولتی لیک کې خبردارئ ورکړل شوی چې د محرمو اسنادو خپریدل به د امریکایی عسکرو، خبریالانو او د بشر د حقوقو د فعالینو ژوند په خطر کې واچوي.

XS
SM
MD
LG