د لاس رسي وړ اتصالات

د هوا له سړېدو سره د حلبي سازانو بازار تود شوی


د هوا له سړېدو سره د حلبي سازانو بازار تود شوی
د هوا له سړېدو سره د حلبي سازانو بازار تود شوی

د ژمي د شپو ورځو له رانږدې کیدو سره د حلبي سازانو او په ځانګړي ډول د بخارۍ جوړوونکو بازار تود شوی دی.

په لسګونو حلبي سازان په تخار کې د تالقانو چوک ته نږدې په یو ځانګړي مارکیټ کې د بخاریو، چای جوشونو، ناوو او نورو اوسپنیزو وسایلو په جوړولو بوخت دي.

دوی د تخار د ساړه ژمي لپاره په تیارئ لګیا دي، هر یو هڅه کوي، چې په دغه درې، څلورو میاشتو کې ډېرې بخارۍ او نور د تودولو وسایل جوړ او خرڅ کړي.

ددغه ځای یو حلبي ساز، سید حبیب وایي چې د پسرلي او اوړي شپږ میاشتې ددوی بازارونه په ټپه ولاړ وي، خو زیاتوي چې د مني او ژمي په میاشتو کې بیا د دوی غریبي او مزدوري ښه وي.

دی وايي: "داسې ورځې راځي چې موږ زر، دوه زره او یا پنځه سوه افغانۍ ګټو، خو ځینې ورځې بیا هیڅ سودا نه وي. خو چې هوا سړه وي زموږ کارونه هم ښه وي ځکه خلک بخارۍ اخلي"

د تالقانو حلبي ساز عبدالبشیر وایي چې له هغې ورځې چې هوا مخ په سړیدو شوې، ۱۵۰ بخارۍ یې جوړې کړي دي.

دی وایي چې په دې شپو ورځو کې یوازې د ولسوالیو او لرو پرتو کلیو، بانډو خلک بخارۍ اخلي، چې په وینا یې د ښار او نږدې سیمو خلک د اورښتونو د پیل کیدو او د هوا د ډېرې سړیدو وروسته د بخاریو اخیستلو ته مخه کوي.

د اشکمش ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالحی چې درې بخارۍ یې په لاس ګاډي کې بار کړي، وايي چې ژمی په رانږدې کیدو دی، او په کور کلي کې له دې وروسته د کرکیلې کارونه هم په پیل کیدو دي، نو له همدې امله یې له مخکې بخارۍ اخستي، چې په وینا يې بیا ورته نه وزګاریږي.

دی وايي: "هره یوه مې په نهه سوه افغانۍ واخیستله، په ژمي کې بیا دا بخارۍ له دې هم قیمته وي، ځکه هر څوک بخارۍ اخلي، دا وخت یې قیمتونه ښه دي"

د تخار ولایت اکثره اوسیدونکي په ژمي کې د کورونو د تودولو لپاره په بخاریو کې لرګي او یا د ډبرو سکاره کاروي.

XS
SM
MD
LG