د لاس رسي وړ اتصالات

ساعت جوړونکي محمد سپینې ماڼۍ ته لاړ


دا له ولسمشر اوباما سره د هغه دویمه لیدنه وه.

دا له ولسمشر اوباما سره د هغه دویمه لیدنه وه.

سپینه ماڼۍ د سه شنبې په شپه د ستورو د لیدلو د پروګرام کوربنه وه. پدغه پروګرام کې سلګونو ستور پېژندونکو، ساینسپوهانو، عالمانو، ښوونکو، زده کوونکو، مېندو او پلرونو برخه اخیستې وه.

پروګرام ته ۱۴ کلن مسلمان، احمد محمد، چې یو ساعت یې جوړ کړی و، هم بلل شوی و.

دا له ولسمشر اوباما سره د هغه دویمه لیدنه وه؛ د سپېنې ماڼې ویاند جوش ارنست وویل چې د ستورو د لیدلو پروګرام ته په خپله محمد هم لیوالتیا لرله.

ښاغلي ارنست وویل "موږ خوشحاله یو چې احمد هم سپینې ماڼۍ ته راځي او په دغه پرورګرام کې برخه اخلي، هغه په خپله دغه پروګرام کې د ګډون لپاره لیوالتیا لرله".

ښاغلي ارنسټ تر پروګرام مخکې ویلي وو چې ولسمشر له ښاغلي محمد سره د لیدلو کوم ځانګړی پروګرام نلري.

د محمد شهرت

احمد محمد د امریکا د ټکساز ایالت هغه ۱۴ کلن زده کوونکی دی چې څه موده وړاندې یې خپل په لاس جوړ کړی ساعت ښوونځي ته یووړ خو ښوونکي يې فکر وکړ چې هغه بم راوړی.

یوې ښوونکې محمد ته ویلي وه چې خپل ساعت په ښوونځي کې بل چا ته ونه ښايي، خو هغه دا کار وکړ او ښوونځي پولیسو ته خبر ورکړ. پولیسو محمد د څو ساعتونو لپاره توقیف کړ خو وروسته چې وپتیل شوه چې هغه بم نه ساعت راوړی و، بیرته یې آزاد کړ.

ولسمشر اوباما چې کله د احمد احمد له نیولو خبر شو، په خپل ټویټر باندې یې هغه وستایه. سپینې ماڼۍ ته یې وروباله اوله هغه څخه یې وغوښتل چې خپل جوړ کړی ساعت دې هم سپینې ماڼۍ ته له ځان سره وروړي.

خو کله چې د سپینې ماڼۍ له ویاند څخه وپوښتل شول چې محمد خو به د ستورو د لیدلو پروګرام ته خپل ساعت نه راوړي، ویې ویل چې پرې خبر نه دی.

د محمد کورنۍ دا تور هم لګولی وچې، پولیسو یې زوی ځکه ونیوه چې نوم یې د مسلمانانو دی.

په امریکا او له امریکا نه د باندې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه کمکي ځوان په پلوي لوی کمپاینونه وشول، او تر ډیره وخت هغه د امریکايي رسنیو د سر خبر و.

د ولسمشر ځینیو سیاسي منتقدینو پر هغه نیوکه وکړه چې محمد احمد ته یې ډېر پام کړی او ښايي په دې سره د هغوي امنیتي ځواکونو ژوند ته خطر پېښ شي چې د ورانکارو د مخنیوي لپاره مشکوک کسان نیسي.

XS
SM
MD
LG