د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د لوړو زدکړو وزیره سلب صلاحیت کړه


د ولسي جرګې په دریو استیضاحیه غونډو کې تر اوسه د کابینې شپږ وزیران سلب صلاحیت شوي دي.
د ولسي جرګې په دریو استیضاحیه غونډو کې تر اوسه د کابینې شپږ وزیران سلب صلاحیت شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په استیضاحیه غونډه کې، د عدلیې او ښارجوړونې وزیرانو ته د باور رایه ورکړه، خو د لوړو زدکړو وزیره فریده مومند یې سلب صلاحیت کړه.

وکیلانو په نننۍ غونډه کې له دوه ساعته بحثونو وروسته، د وزیرانو د استیضاح د پروسې د دوام فیصله وکړه اود لوړو زدکړو وزیرې فریدې مومند، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري ته یې د هغوی په غیاب کې د رأیې ورکولو صندوقونه کیښودل.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۰۲ وکیلان حاضر وو او د وزیرانو د سلب صلاحیت لپاره ۱۱۸ رایو ته اړتیا وه.

د لوړو زدکړو وزیرې فریدې مومند د ۶۳ تائیدي او ۱۳۱ رد رأیو په ترلاسه کولو د وزارت څوکۍ له لاسه ورکړه، خو د ښار جوړونې وزیر سید سعات منصور نادري د ۱۳۵ تائیدي او ۵۹ رد، او د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د ۹۵ تائیدي او ۱۰۱ رد رأیو په ترلاسه کولو د خپلو وزارتخانو په څوکیو پاتې شول.

په دې سره د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر محمداشرف غني د کابینې شپږ وزیران سلب صلاحیت او له کاره ګوښه کړل.

له دې مخکې د بهرنیو چارو صلاح‌الدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخیل، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د ترانسپورت وزیر محمدالله بتاش د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شول، خو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته یې د باور رایه ورکړه.

پخواني

د ولسي جرګې د اجنډا له مخې، ټاکل شوې وه چې د لوړو زدکړو وزیره فریده مومند، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري په نننۍ غونډه کې حاضر شي، خو هغوی په دې غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

ولسي جرګې د دغو وزیرانو په غیاب کې هغوی ته د رأیې ورکولو صندوقونه کیښودل او همدا شیبه (۱۱:۵۰) دغو وزیرانو ته د رأیې ورکولو لړۍ دوام لري.

افغان حکومت د کابینې د پنځو وزیرانو له سلب صلاحیت وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د استیضاح پروسه دې وځنډول شي او له وکیلانو څخه یې غوښتي چې د وزیرانو د کارونو په اړه له سره څیړنې وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاحسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د وزیرانو د استیضاح لپاره د ولسي جرګې دلایل موجه نه دي او دغې جرګې د ۱۳۹۴ کال د قطعیې د رپوټ پر بنسټ د کابینې وزیران استیضاح کړي، چې هغه مهال افغانستان په یو خاصو شرایطو کې وو او حکومت کمزوري تشکیلات درلودل، نو ځکه د کابینې اکثره وزیران په سمه توګه د خپلې انکشافي بودیجې په مصروفولو بریالي نه شول.

ښاغلي مرتضوي وویل "د انکشافي بودیجې نه مصرفول یو معیار کیدلی شي نه ټول معیارونه، د اکثرو وکیلانو استدلال دا دی چې انکشافي بودیجه مصرف شوې نه ده او په همدې اساس یې قضاوت کړی او هڅه کوي چې یو شمیر وزیران په استیضاح سره سلب صلاحیت کړي، په داسې حال کې چې دا یو شاخص کیدی شي نه دا چې د وزیرانو د سلب صلاحیت لپاره ټول معیار او شاخصونه وي".

د ولسمشر د ویاند مرستیال د اجرائیه او مقننه قوو تر منځ اختلاف د افغانستان په زیان وباله او ویې ویل، چې دا مسله به په افغانستان کې له مخالفینو سره مرسته او رواني جګړه لاپسې توده کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ټینګار کړی، چې د کابینې تغیر به ګران تمام شي او که نوي وزیران وګمارل شي نو دا به ډیر وخت ونیسي ترڅو په کارونو بلد شي، مشکلات درک کړي او په وزارتخانو کې تحرک پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG