د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ښځينه سرتیرې - مخالفتونه او گواښونه


سیگار وایي، د کلونو پانگونې سره سره په افغان پوځ کې د ښځینه پوځیانو شمیر له ٩٠٠ څخه ښکته دی
سیگار وایي، د کلونو پانگونې سره سره په افغان پوځ کې د ښځینه پوځیانو شمیر له ٩٠٠ څخه ښکته دی

د کابل روزنيزه پوځي اکاډمي ګڼ شمیر هغه لیواله ښځې او نجونې روزي چې غواړي د افغانستان په پوځ کې خدمت وکړي.

د کابل په روزنيزه پوځي اکاډمۍ کې اوس شا و خوا ١۵۰ ښځې او نجونې په پوځي زده کړو بوختې دي. دوی وایي ویاړي چې د خپل هېواد د امن په ټينګښت کې برخه اخلي.

د ښځینه پوځیانو په ډله کې یوه هم ٢١ کلنه سکينه جعفري ده. هغه وایي "ما ددې لپاره په پوځ کې د شاملیدو هوډ وکړ چې د خپلو خلکو او ځان د ژوند د ژغورلو هڅه وکړم". د هغې په وینا دا کار به نورې نجونې هم وهڅوي چې د پوځ په لیکو کې خدمت وکړي.

د ملګرو ملتونو په وینا د نړيوالو مرستندويانو او د ښځو د سازمانونو د څو کلنو هڅو سره سره افغانستان لا هم د نړۍ په سطحه د ښځو لپاره بد ځاى ګڼل کېږي.

د کابل په دې پوځي اډه کې ښځینه او نارينه جلا جلا روزل کېږي، خو منصبداران وایي چې روزنیز پروگرام یو ډول دی چې په کې فزيکي تاکتيکونه، د ډزو طريقه، د طبي مرستو لارې چارې او نور مسايل ورښوول کېږي.

یوه افغان سرتیرې د فزیکي تمرینونو پر وخت
یوه افغان سرتیرې د فزیکي تمرینونو پر وخت

٢٨ کلنه ډګرمنه کبرا تنها وايي، هغه نجونې او میرمنې چې له دې روزنيز مرکز څخه فراغیږي هغوی باسواده وي او په غیر محاربوي څانگو لکه اداري برخه، بشري منابعو، لوژستیک، استخباراتي او نورو برخو کې به کار وکړي.

د رويټرز اژانس په وینا د امريکا متحده ايالات چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې ٧ زره پوځيان لري او د افغان قواوو په روزنه او سلا مشورو بوخت دي، په ٢٠١٦ کال کې یې ٩٣ اعشاريه پنځه میليونه ډالره لګولي چې په افغان پوځ کې د ښځينه پوځیانو شمېر زيات شي.

خو د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر (سیگار) په وینا د کلونو پانگونې سره سره په افغان پوځ کې د ښځینه پوځیانو شمیر له ٩٠٠ څخه ښکته دی چې دا شمیر د ٥٠٠٠ ښځینه سرتیرو د درلودلو له هدف څخه خورا ټیټه ده.

یوې ښځينه سرتېرې د رویترز اژانس ته ويلي چې د طالبانو له ویرې خپل ولایت ته نشي تلای او د هغې په وینا د پوځ دننه هم زیات شمیر ښځې له چلنجونو سره مخامخ دي.

سیگار وایي چې د ناتو روزونکو ورته ویلي دي، چې د نارینه خپلوانو مخالفت، د نارینه همکارانو سره ستونزې، ټیټ معاش، کورني مسولیتونه، د ترفیع نشتون، د روزنې او امنیت نشتوالی او داسې نور د افغان پوځ نه د ښځینه سرتیرو د وتلو عوامل دي.

خو ددې ټولو سره سره د کابل په پوځي مرکز کې فعالې ښځينه سرتېري هيله منې دي چې تر پوځي روزنې وروسته د موجودو ستونزو په وړاندې مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG