د لاس رسي وړ اتصالات

سليمه مزاري د چارکنت ولسواله شوه


 ميرمن مزاري وايي د چارکنت ولسوالۍ کې به د توريزم امکانات برابر کړي
ميرمن مزاري وايي د چارکنت ولسوالۍ کې به د توريزم امکانات برابر کړي

د لمړي ځل لپاره د بلخ ولایت په لرې پرتې ولسوالۍ چارکنت کې یوه ښځه ولسواله ټاکل شوې ده. نوې ولسوالې سلیمې مزاري امریکاغږ ته وویل چې دغه سیمه له اقتصادي پلوه ډیره کمزورې ده او دا به یې ودې ته هڅه وکړي.

میرمن مزاري دغه راز وویل چې په چارکنت کې به د ښوونې او روغتیايي خدماتو د پراختیا او اغیزمنتیا لپاره کار وکړي.

سلیمه مزاري په ايران کې لويه شوې او همالته يې په ټولنيزو علومو کې لوړې زده کړې کړي دي.

تر دې وړاندې میرمن مزاري د ميثاق شهر وندي د سيمه ايزې شورا ريسه وه.

سلیمه مزاري د ټولنيزو فعاليتونو تر څنگ د ميناتورۍ او کاشي کارۍ د هنر ماهره ده، دا هنرونه يې پرته له استاده د انترنیت څخه زده کړي چې په لسگونه نور زده کوونکي يې په دی برخه کې روزلي.

سليمه وايي مينا کاري او کاشي کاري يی له انترنيت څخه زده کړي
سليمه وايي مينا کاري او کاشي کاري يی له انترنيت څخه زده کړي

هغې د لمړي ځل لپاره د مزار شريف په ښار کې د ښار د ښکلا تابلوگانې نندارې ته کېښودې.

سلیمه مزاري٣٧ کلنه او ددريو اولادونو مور ده.

XS
SM
MD
LG