په ننګرهار کې د داعش د وسله والو د زندانونو نه خلاصې شوې ښځې له دولت نه غوښتنه کوي چې د ژوند سهولتونه او امکانات ورته برابر کړي.
دا ښځې ادعا کوي چې د داعش د وسله والو لخوا څلور میاشتې په زندان کې وې او ډېرې زیاتې کړول شوي دي.
دوی د هغو شپږو ښځو د ډلې په جمله کې شامل دي چې وایي د ننګرهار ولایت په غرنیو سیمو کې د داعش د وسله والو لخوا څلور میاشتې او پنځه ورځې زنداني شوې وې. له دې مېرمنو سره دوه ماشومان هم په زندان کې ساتل شوي وو. هغوی امریکاغږ اشناتلویزیون ته وویل چې د داعش وسله والو دوئ د کفر په تور بندیانې کړې وې او له همدې امله ېې په زندان کې ډېرې زیاتې کړولې اوځورولې.