د لاس رسي وړ اتصالات

ناامنیو په ننګرهار کې ښځې له ستونزو سره مخامخ کړي


رپوټ: افغان میرمنې له ګواښ سره مخ دي
رپوټ: افغان میرمنې له ګواښ سره مخ دي

په ننګرهار کې ۱۸۰۰ښځې په دولتي او نادولتي ادارو کې پر دنده بوختې دي. په دې کې شاوخوا ۱۵۰۰تنه یې يواځې په پوهنې ریاست کې دنده لري،۱۶۰تنه په نورو دولتي ادارو کې او ۲۴۰ تنه یې ددې ولایت په غیر دولتي ادارو کې کار کوي.

دننګرهار دښځو چارو ریسه انیسه عمراني وایي چې ددې ولایت ښځینه دولتي کارکوونکې دامنیتي ستونزو له امله خپلو دندو سره لیوالتیا کمه کړې ده.

هغه وايي "څنګه چې ښکاري دولتي او نادولتي ښځینه کارکوونکې ډېرې ستونزې لري خو د دوی ډېرې ستونزې اقتصادي او امنیتي دي،دوی نه شي کولي په ډاډمنه توګه دندو ته تګ راتګ وکړي. له یوې یې امنیت ښه نه دی او له بله اړخه یې تنخواوې کمې دي ،کومې ښځې چې موږ سره په پروژو کې ولسوالیو کې کار کوي شمېر یې تر ۵۰۰۰ هم ډېرېږي."

ښځینه دولتي کارکوونکې هم امنیت دخپلو پرمختګونو پر لاره خنډ بولي وایي دا ستونزه یې ورځ تربلې ډېرېدونکې ده.

خو دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې هڅه کوي د ښځو په وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.

د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې امنیتي،اقتصادي او فرهنګي ستونزې ددې لامل شوي چې په ننګرهار کې د ښخو د پرمختګ مخه ډب کړي.

XS
SM
MD
LG