د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې دریو میرمنو پنځوس کلن سړی د کفر ویلو په تور وژلی


د پاکستان په قانون کې د "کفر ویل" د مرګ سزا لري
د پاکستان په قانون کې د "کفر ویل" د مرګ سزا لري

د پاکستان د پنجاب په ایالت کې دریو میرمنو پولیسو ته اعتراف کړی چې د افضل عباس په نامه پنځوس کلن سړی یې پدې خاطر وژلی چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص ته یې سپکاوی کړی.

په افضل عباس باندې د "توهین رسالت" دا تور په 2004 کال کې لګیدلی و چې همدې کار هغه مجبور کړ د ۱۳ کالونو لپاره د پاکستان نه بهر وتښتي.

د پنجاب ایالت د سیالکوټ ولسوالۍ د پسرور د سیمې د پولیسو مشر ندیم اشرف د اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې درې واړه میرمنې یې نیولي دي او هغوي پخپل جرم اعتراف هم کړی.

د پولیسو دغه مشر وایي چې درې واړه میرمنې د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د پسرور په کلي کې د افضل عباس کور ته ورغلې وې او هغه یې پخپل کور کې ویشتلی او وژلی دی.

د پولیسو په راپور کې دغه درې میرمنې افشان بي بي، راضیه بي بي او آمنه بي بي نومول شویدي. پولیس وایي دې میرمنو اعتراف کړی چې نیت یې درلود په افضل عباس به درې واړه ډزې کوي خو په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې ډزې یوازې یوې کړیدي.

دغو میرمنو پولیسو ته ویلي دي چې هغوي پلان درلود افضل عباس ډیر مخکې ووژني خو هغه د هیواد نه بهر تښتیدلی و.

د دې پیښې نه یوازې څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د عبدالولي خان په پوهنتون کې یوې ډلې خلکو ۲۲ کلن مشال خان هم د "کفر ویلو" په تور وواژه. پولیسو د مشال خان د وژنې په قضیې کې ۲۲ مشکوک کسان نیولي دي.

په پاکستان کې د "کفر ویلو"مسله ډیره جدي ده او هغوي چې که دا تور پرې ثابت شي، د قانون له مخې د مرګ سزا ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG