د لاس رسي وړ اتصالات

ملالۍ بهادري د نړۍ د سږکال د باجرته ښځو په قطار کې راغله


آرشیف
آرشیف
د امریکا متحده ایالات د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځي په موخه د نړۍ د بیلابیلو برخو څخه ۹ میرمنو ته د دوي د مشرتابه او فوق العاده جرت په خاطر باندي چې د ښځو د حقوقو او تقویت دپاره یې مبارزې کړي دي، قدرداني او درناوی کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کېري او د ولسمشر اوباما میرمن میشل اوباما به نن د جمعې په ورځ د امریکا د باندنیو چارو په وزارت کې د با جرت میرمنو په نامه مراسمو کې ګډون وکړي.

ددغو ۹ میرمنو په ډله کې خوردظابطه ملالۍ بهادري هم شامله ده چې د افغانستان د مخدره موادو ضد ځواکونو کې کار کوي. د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې سره له دې چې نوموړې خپل په کار کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلي دي خو نوموړې چې د درو اولادونو مور هم ده د مرګ د ګواښونو، فزیکي ناوړه چلند او ټولنیزې عقدې قرباني سوې هم ده.

بله ښځینه فعاله د تیبیت نامتو لیکواله تسیرینګ وویسر ده چې هغې هم د چین د تیبیتیانو د بشري حقوقو دپاره په عامه خبرې کړي دي او مبارزه یې کړې ده. میرمن وویسر په دوامداره توګه د حکومت تر څار لاندي ده او د چین د حکومت له خوا په خپل کور کې نظر بنده سوې هم ده. هغه ځکه نشي کولای چې د نن ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي چې چینايي چارواکوهغې ته د پاسپورټ ورکولو نه ډډه کړېده.

دغه مراسم د ۲۰۰۷ کال راهیسي هرکال د امریکا د باندنیو چارو په وزارت کې ترسره کېږي. د سږکال په مراسمو کې به د هاندوراس، نایجریا، سومالیا، سوریې او ویټنام د هیوادونو څخه ښځینه فعالینو ته میډالونه ورکړل شي او د هغوي د هلو ځلو درناوی به وسي.
XS
SM
MD
LG