د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان رسنیو دېرش په سلو کې کارکوونکې ښځې دي


په رسنیو کې د افغان ښځو ونډه تر نامه لاندې په کابل کې د جوړ شوي کنفرانس یوه څنډه
په رسنیو کې د افغان ښځو ونډه تر نامه لاندې په کابل کې د جوړ شوي کنفرانس یوه څنډه

د رسنیو د ملاتړ ادارې نی وايي، په وروستیو شپږو کلونو کې له کابل او بامیان پرته په نورو ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر را کم شوی او عمده دلیل یې ټولنیزې ربړې او تبلیغات دي.

د نی د ادارې مسؤل صدیق الله توحیدي امریکا غږ ته وویل د دوی موندنو ښودلې، چې اوس په هرات او مزار شریف غوندې ښارونو کې هم ان اوس انجونې زړه نه ښه کوي، چې په رسنیو کې کار وکړي.

صدیق الله توحیدي وویل ‪"‬هغه اسناد چې زمونږ په دفتر کې دي، ښيي بغیر له کابله په هرات، مزار شریف او نورو ښارونو کې کله چې انجونې له پوهنتون فارغې کیږي، د ژورنالیزم له پوهنځي فارغیږي، دوی بیا کار ته نه حاضریږي، په رسنیو کې دوی ځي، په ښوونځیو کې معلمي کوي.‪"‬

د رسنیو د ملاتړ اداره وايي، ددې کار عمده لامل په ټولنه کې ناوړه تبلیغات دي، چې ښځینه خبریالانې له کار مخ اړولو ته اړې کوي.

نن په کابل کې د ښځو د وزارت له لورې یو کنفرانس دایر شوی وو، چې پکې په رسنیو کې د ښځو ونډه معلومه شي، او دا وموندل شي، چې ښځې څنګه په رسنیو کې رول لوبولی شي.

پدغه کنفرانس کې وویل شول، چې په اوسني وخت کې له ۲۰۰۰ خبریالانو دېرش په سلو کې ښځینه خبریالانې دي.

په ټولو رسنیو کې ۴۰ ښځې یا د امتیاز خاوندې دي، او یا هم مسؤلې مدیرانې دي.

ددغه کنفرانس دایر کوونکو ویل چې دوی هڅه کوي ترڅو د ځینو پروګرامونو په دایرولو ښځې په رسنیو کې کار ته وهڅوي.

د ښځو وزارت مرستیالې سیده مژګان مصطفوي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په رسنیو کې ښځې که څه هم ښه ونډه لري، ولې باید دا ونډه لا پسې زیاته شي، هغې وویل ددې ترڅنګ دوی هڅه کوي، چې رسنۍ د ښځو لپاره پروګرامونه ځانګړي کړي او خپرونې زیاتې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال غلام نبي فراهي وویل د هر هغه وړاندیز ملاتړ به وکړي، چې د ښځو له خوا په رسنیو کې د ونډې یا د پروګرامونو د ځانګړي کولو په تړاوو وي.

پدغه کنفرانس کې د ژورنالیزم د پوهنځي یوې محصلې سوسن نوري وویل که څه هم پوهیږي، چې د ښځینه ژورنالستان په وړاندې ټولنیزې ستونزې شته خو دا ژمنه ده چې د خبریالې په توګه کار وکړي.

سوسن نوري وویل ‪"‬پوهېږم چې فامیل اجازه نه راکوي، ټولنه کې د ښځینه خبریالې په توګه کار سخت دی ولې ما تعهد کړی، چې د خبریالې په توګه به کار کوم.‪"‬

تجارتي اعلانونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو له رسنیو غوښتي، چې له داسې سوداګریزو اعلانونو له خپرولو ډډه وکړي، چې ښځينه ماډلونو پکې برخه اخېستي وي.

ددې وزارت په اعلامیې کې دا هم راغلي، چې سوداګریز اعلانونه چې په هغې کې مفشنې ښځې چې تر ډېره تزئیني رنګ لري او د وسایلو په توګه ترې کار اخېستل کیږي، تر ډډه وشي.

د نی د ادارې مشر صدیق الله توحیدي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا کار د رسنیو خلاف وګاڼه وې ویل چې سوداګریز اعلانونه رسنۍ نه تولیدوي، بلکې دا اعلانونه په خپله کمپنۍ تولیدوي او رسنۍ یې د پیسو په مقابل کې خپروي.

توحیدي وویل‪"‬ که دا کار وشي، د رسنیو د تمویل منبعې به کمې شي.‪"‬

د ښځو وزارت مرستیالې سیده مژګان مصطفوي بیا وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دغه ګام هرکلی کوي او باید په سوداګریزو اعلانونو کې له ښځو ګټه وانخېستل شي.

دم ګړۍ له تلویزیونو داسې اعلانونه خپریږي، چې د تولیدي کمپنیو له خوا جوړیږي او رسنیو ته بیا د خپراوي لپاره سپارل کیږي.

پدغو کې داسې اعلانونه هم شته چې له افغانستان باندې ډک شوي وي

XS
SM
MD
LG