د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: سرېلنکا لوبه، خو افغانستان زړونه وګټل


اصغر ستانکزی لومړنی افغان شو چې په روان جام کې ۵۰ منډې کوي
اصغر ستانکزی لومړنی افغان شو چې په روان جام کې ۵۰ منډې کوي

لوبه د نیوزلېنډ په ډنیډن لوبغالي کې وشوه، سرېلنکا پچه وګټله او افغانستان ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان په ۵۰ اورونو کې ۲۳۲ منډې وکړې چې سرېلنکا پوره کړې.

سرېلنکا لوبه خو افغانانو زړونه وګټل. دا د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه وه، خو د سرېلنکا غوندې یوې پیاوړي لوبډلې سره د افغانستان دا ډوله لوبه، د ستایلو ده. افغان توپ اچوونکو نړیوالو ته وښودله چې دوی په کرېکټ کې له هر چا سره سیالي کولئ شي او که چانس ورکړل شي، ښايي په نژدې راتلوونکې کې د نړۍ پیاوړو هېوادونو ته هم ماتې ورکړي.

افغان لوبغاړو داسې لوبه وکړه لکه اسټرالیا او یا کومه بله پیاوړې لوبډله له سرېلنکا سره مخامخ وي. که افغانستان ۲۰-۳۰ نورې مڼډې هم کړې وای، سرېلنکا پوره کولی نشوه.

د امریکا غږ ګڼو اورېدوونکو او مینوالو د افغانستان او نړۍ له ګوټ کوټ څخه په خپلو استول شویو پیغامونو کې افغان لوبغاړي ستایلي دي.

یو مهال داسې ښکارېدله چې لوبه د افغانستان په لاس کې ده، خو دا د سرېلنکا کپټان متیوز او په تېره بیا جواردينه وو، چې خپله لوبډله يې له ماتې وژغورله. دوی په سخت حالت کې په ګډه تر سلو ډېرې منډې وکړې او د ورکړل شوي هدف ترلاسه کول يې اسانه کړل، وروسته بیا پرېرا و چې لوبه يې وګټله.

افغان بالران

افغان توپ اچوونکو حمید حسن، دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ په توپ اچوونې ښه وځليدل. حمید درې، شاپور او دولت یو یو مخالف لوبغاړي وسوځول. حمید حسن لومړنی افغان باولر شو چې په نړیوالو يوې ورځنیو لوبو کې ۵۰ کسان سوځوي.

که افغانستان، د رن اوټ څلور پنځه چانسونه له لاسه ورکړي نه وای اوس به د لوبې پایله بدله وه، خو داسې ښکاري چې افغانستان د هرې لوبې په تېرېدو سره لا ښه کیږي.

جواردینه افغان لوبغاړي وستایل

که له بنګلدېش سره د افغانستان لوبې ته وکتل شي او بیا پر ننۍ لوبې يې نظر واچول شي، نو خورا توپير درلود او افغانستان ډېره مثبته لوبه وکړه.

د لوبې غوره لوبغاړي مهیلا جواردینه شو، ده سل منډې وکړې.

هغه افغان لوبغاړي ډېر وستایل او ويې ویل ( سره له دې چې لوبه موږ وګټله خو، د لوبې ټول کریډټ افغان لوبغاړو ته ځي، دوی ښه بېټېنګ وکړ، دوی ښه او تیز توپ اچوونکي لري، ښه باولینګ يې وکړ، د دوی او د نورو پیاوړو لوبډلو ترمنځ ډېر واټن نشته دی.)

افغانستان خپله درېیمه لوبه د همدغې میاشتې په ۲۶ نېټه له سکاټلېند سره کوي، سکاټلېند خپله لومړنۍ بایللې ده.

افغانستان په الف ګروپ کې په پنځم نمبر دی، سکاټلېند په شپږم او انګلېنډ په اووم نمبر دی.

د افغانستان د پاڼۍ راپور:

دا په نړیوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه ده، دوی لومړنۍ لوبه پر بنګلدېش بایللې وه، خو نن يې نسبتآ تر دې دمه ښه لوبه وکړه.

د سرېلنکا کپټان ماتیوز پچه وګټله او افغانستان ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. جاوید احمدي او نوروز منګل د افغانستان لپاره لوبه پیل کړه، خودواړه ژر وسوځېدل. جاوید ۲۲ منډې وکړې او نوروز په لسو منډو وسوځېده.

سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزي په ډېر حساس وخت کې د ۸۸ منډو ملګرتیا وکړه، که له بنګلدېش سره د افغانستان لوبه پرتله شي نو د سرېلنکا تجربه لروونکو او پياوړو توپ اچوونکو ته په کتو، افغانستان ښه لوبه او بېټېنګ کړی دی.

د امریکا غږ ډېرو مینوالو زموږ پر فیسو پاڼې لیکلي وو که افغانستان تر ۲۷۰ منډې وکړې ښايي افغان بالران يې دفاع وکړی شي، یو مهال همداسې ښکارېدل خو په سمیع شینواري پسې د کپټان نبي او بیا د نجیب پرلپسې سوځېدلو د افغانستان منډې رو او ټکنۍ کړې.

نوروز منګل، جاوید احمدي، سمیع الله شینواري او نجیب ځدراڼ د کمې تجربې، د غلطي او بې وخته شارټ وهلو له کبله وسوځېدل، چې پر افغانستان یې فشار زیات کړ.

کپټان نبي هم د سرېلنکا پر پیاوړي باولر ملینګا باندې د شارټ وهلو په هڅې کې بولډ اوټ شو چې هغه مهال د شارټ وهلو هېڅ اړتیا نه وه.

که په نبي او سمیع کې یو هم، تر ۴۰ اور پورې ولاړ وای، ښايي اوسنی ورکړل شوی هدف، لا لوړ وای.

د هند پخواني لوبغاړي او د کرېکټ د چارو شننوونکي سنجیف د افغانستان او سرېلنکا د ننۍ لوبې په اوه په خپلې یو تبصرې کې ویلي( نړیوال جام له یو لړ هېښوونکو لوبو سره مل دی، اېرلېنډ ویسټ انډيز ته ماتې ورکړې، انګلېنډ او پاکستان خرابې لوبې کړي دي، څوک څه پوهیږي که نن د سرېلنکا وار وي.)

په افغان لوبډلې کې حمید حسن، شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ هغه تیز توپ اچوونکي دي چې په نوي بال باندې ښه بريد او باولینګ کولی شي او که بخت ورسره یاري وکړي ښايي د سرېلنکا لوبډلې ته سرخوږی جوړ کړي.

د لوبې تر پېلېدو مخکې دوو افغان روزوونکو ریس احمدزي او هستي ګل عابد د امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې که افغانستان پچه وګټله باید لومړی توپ اچوونه وکړي، خو داسې ونشول.

د افغان لوبغاړو منډې:

جاوید احمدي ۲۲

نورزو منګل ۱۰

اصغر ستانکزی ۵۴

سمیع الله شینواری ۳۸

محمد نبي عیسی خیل ۲۱

نجیب ځدراڼ ۱۰

میرویس اشرف ۲۸

افسر ځاځي ۱۹

دولت ځدراڼ ۴

حمید حسن ۰

شاپور ځدراڼ

اوس د لوبې وقفه ده، د لوبې تازه زموږ پر فیسبوک پاڼې او او ویبسایټ لوستلی شئ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG