د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن د ایډس سره د نړیوالې مبارزې یو پلان اعلان کړ


د امریکا متحده ایالاتو یو داسي پلان اعلان کړ چې په نړۍ کې به د ایډس د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي. د آمریکا غږ خبریال کارل پیرسن په دې برخه کې هغو څیړنو او پرمختګونو ته کتنه کړې چې زیات شمیر چارواکي یې ددغې ناروغۍ د علاج موندلو په برخه کې خوشبینه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په نړۍ کې ۳۴ میلیونه کسان د ایډس په ناروغۍ اخته دي چې یواځي دونیم میلیون کسان یې تیرکال په دې ناروغۍ اخته شول. په آمریکا کې د ناروغیو د مخنیوي مرکز وايي چې د اچ آی وي ناروغي د ځوانانو او تنکي ځوانانو ترمنځ د اندېښنې وړ په اندازه مخ پر زیاتېدو ده. هره میاشت ۱۰۰۰ نوي پېښې رامنځ ته کېږي.

چارواکي او روغتیايي مامورین وايي چې د ایډیس ناروغي اوس په نړۍ کې اوج ته رسېدلې ده.

د ډیسمبر د لومړۍ نېټې نه مخکي چې په نړۍ کې د ایډس نړیواله ورځ ده، د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن یوه داسي طرح وړاندې کړه چې په لړ کې به یې ددغې ناروغۍ سره د نړۍ په کچه مبارزه کېږي ترڅو مخنیوی یې وشي او تداوي یې پیدا شي. ،،مونږ کولای شو چې یوې داسې مرحلې ته ورسېږو چې په لړ کې به یې هیڅ ماشوم ددغې ناروغۍ سره و نه زېږېږي نشي او په داسې حال کې چې دغه ماشومان غټان کېږي، دوي به د نن په مقایسه ددغې ناروغۍ نه ډیر زیات مصون وي.،،

ډاکټر انتوني فوسي د امریکا د روغتیا په ملي انسټیټوټ کې د ایډس په برخه کې څېړنې کوي. هغه وايي چې طبي پرمختګونو ډیر څه بدل کړي دي. ،،اوس مهال مونږ په یوه داسې موقف کې یوو چې وسایل مو په اختیار کې دي ترڅو وشو کړای چې ددغې غمیزې د کمولو لپاره د پام وړ کار وکړو.،،

یو له وسایلو نه چې ځیني د خلګو په درملنه کې کار اخیستل کېږي د خلګو هغه مهال تداوي ده کله چې میکروب په لومړي پړاونو کې وي. دغه کار دې ته زمینه مساعدوي چې په اچ آی وي اخته کسان خپل ژوند په ګټوره توګه پرمخ یوسي او څېړنې ښيي چې دغه کسان یادشوې ناروغي خپلو جنسي ملګرو ته په ډیر ندرت سره انتقالوي. ،،پخوا د مرض د مخنیوي او تداوي ترمنځ د مالي سرچنیو د تقسیم یو ډول اندېښنې موجوده وه خو اوس مونږ دې نتیجې ته رسېدلي یوو چې تداوي په خپله یو ډول مخنیوی دی.،،

خو آمار ښيي چې په نړۍ کې د هر هغه کس په مقابل کې چې درملنه ېې کېږي دوه کسه نور په دې ناروغۍ اخته کېږي. په مخ پر ودې نړۍ کې یواځي ۸ میلیون خلګ د اچ آی وي د ناروغۍ په خاطر درملنه ترلاسه کوي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې دغه شمیر دي ۱۵ میلیونو کسانو ته لوړ شي.

خو متخصصین په دې باور دي چې معاینات او د خلګو پوهاوی ډیرې مهمې خبرې دي. د مرض د مخنیوي مرکز د دې وړاندیز کوي چې هرڅوک دي معمول معاینات کوي.

د مرض د مخینوي د مرکز څخه ډاکټر جانتن مېرمن د امریکا غږ سره د سکایپ له لارې په مرکه کې داسې وویل،، د اچ آی وي معاینات باید د کولسټرول د معاینات په شان معمول وي.،،

تر هغه چې په آمریکا کې د ځوانانو ترمنځ ددې ناروغۍ مسله مطرح ده. د مرض د مخنیوي مرکز وايي چې داکټران، ښوونکي او پلارو مور دي هڅه وکړي چې ځوانان د آیډس او اچ آی وي په هکله معلومات ترلاسه کړي او دا چي دوي معاینه او تداوي شي که چیري دغه مرض ولري.
XS
SM
MD
LG