د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د نړۍ تر ټولو ښه هیواد وپیژندل شو


دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د تر ټولو ښه هیواد د پیژندلو په هکله نظر پوښتنه کیږي.

دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د تر ټولو ښه هیواد د پیژندلو په هکله نظر پوښتنه کیږي.

جرمني د نړۍ د تر ټولو ښه هیوادونو د جدول په سر کې ځای نیولی دی او د امریکا متحده ایالات د کاناډا او برتانیې نه وروستهپه څلورمه درجه کې راغلي دي.

د نړۍ د بهترینو هیوادونو درجه بندۍ چې " US News & World News " په نامه خپرونو، د پنسلوانیا د وارتون پوهنتون او د BAV په نامه د نړۍ د مشورتي بنیاد له خوا ترتیب شوې ده د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې د پیل کیدو پر وخت خپره شوه.

د " US News & World News " د خپرونې رئیس او مسؤل مدیر مورتیمر زکرمن وویل "هماغسې چې تر ټولو ښه پوهنتونونه، روغتونونه او نور بنسټونه درجه بندي کوو د نړۍ د بهترنیو هیوادونو درجه بندي هم د وگړو، سوداگریزو چارو د مشرانو او حکومتونو سره مرسته کوي چې په نړۍ کې چارې د بدلون په ترڅ کې په زغرده وارزوي."

دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د تر ټولو ښه هیواد د پیژندلو په هکله نظر پوښتنه کیږي.

د نړۍ د ٦٠ هیوادونو درجه بندي د ٢۴ معیارونو په نظر کې نیولو او د څه دپاسه ١٦ زرو کسانو سره د مرکو په بنسټ تر سره شوی ده. په دې رپوټ کې د مرکه شویو کسانو نیمایي "مخکښان او پوه" کسان گڼل شوي دي او ۴٥٠٠ تنه نور مرکه کوونکي د سوداگریزو چارو مشران وو.

د دې نظر پوښتنې مرکه کوونکو خپل نظر په نهه مواردو کې څرگند کړی چې په هغو کې: سرگذشت، طابعت، فرهنگي نفوذ، کسب و کار، میراث، هڅونکې انگیزې، د سوداگرۍآزادي، ځواکمنتوب او د ژوند بڼه، شامل دي.

د امریکا متحده ایالات د ځواکمنتوب او نفوذ له درکه، سویدن د طابعت او اولاد پاللو، برازیل د خاطرو، فرانسه د فرهنگ، جرمني د تشبث او کاناډا د ژوندانه د کیفیت له نظره د نړۍ د هیوادونو په سر کې راغلي دي. خو په لنډه توگه جرمني د نړۍ تر ټولو ښه هیواد گڼل شوی دی.

XS
SM
MD
LG