د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوالې محکمې له پاکستان غوښتي چې هندي تبعه اعدام نه کړي


کابهوشن یادو د ٢٠١٦ کال په مارچ کې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو او بیا محاکمه شو
کابهوشن یادو د ٢٠١٦ کال په مارچ کې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو او بیا محاکمه شو

د عدالت نړیوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې پاکستان باید د هند د سمندري قواو پخوانی منصبدار کابهوشن یادو چې اسلام آباد په جاسوسۍ او ترهگرۍ تورن کړی، اعدام نه کړي.

وروسته له هغې چې پاکستان د ښاغلي یادو د اعدامولو پریکړه وکړه، هند اعتراض وکړ چې پاکستان د هغه هیواد د سمندري قواو د منصبدار حقوق په پام کې نه دي نیولي او هغه ته یې د مدافع وکیل حق نه دی ورکړی.

د هالند په هاگ ښار کې میشت د ملگرو ملتونو دغې نړیوالې محکمې د هند له شکایت او اعتراض وروسته د رائیو په اتفاق له پاکستان وغوښتل چې د ښاغلي یادو له اعدامولو ډډه وکړي.

ښاغلی یادو چې د ٢٠١٦ کال په مارچ کې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو او بیا محاکمه شو، سږکال د اپریل په لسمه د پاکستان د یوې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.

د عدالت د نړیوالې محکمې رئیس رانی ابراهام د محاکمې په ترڅ کې دیپلوماتیکې مرستې ته د ښاغلي یادو نه لاس رسي ته اشاره وکړه او وویل "پاکستان باید د ښاغلي یادو د اعدامولو د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات وکړي".

دا په داسې حال کې دي چې پاکستان د ملگرو ملتونو ددغې محکمې پریکړه غندلې او ویلي یې دي چې د یادو د محاکمې په ترڅ کې یې د هند د حکومت سره د مشورې په گډون ټول حقوقي او دپلوماتیک نزاکتونه په پام کې نیولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا، هند تورن کړی دی په پاکستان کې د ترهگرو ملاتړ کوي او هغوی تمویلوي. هغه وایي چې هند په پاکستان کې په جاسوسۍ او ورانکاریو کې لاس لري. ښاغلي ذکریا ادعا کړې ده چې هند اوس هڅه کوي د دغه شخص قضیې ته بشري رنگ ورکړي او ووایي چې "پاکستانیانو غوښتل بیگناه شخص ووژني" او په دې توگه غواړي د نړیوالو پام بل لور ته واړوي.

بلخوا هند د عدالت د نړیوالې محکمې د پریکړې هرکلی کړی دی او ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې سشما سواراج، په ټویټر کې لیکلي دي "د عدالت د نړیوالې محکمې حکم د کلبهوشن یادو کورنۍ او د هند خلکو ته ستره آرامي بخښلې ده".

د ملگرو ملتونو په دغه لوړ عدلي او قضایي مقام کې ددغې قضیې په هکله فیصله ښایي میاشتې او یا کلونه ونیسي، نو په دې خاطر د عدالت د نړیوالې محکمې قاضیانو د پنجشنبې په ورځ تصمیم ونیو چې د دې بنسټ تر وروستۍ پریکړې پورې باید پاکستان د کلبهوشن یادو له اعدامولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG