د لاس رسي وړ اتصالات

اېرلېنډ زمبابوې او پاکستان جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې


اېرلېنډ په څلورو لوبو کې خپلې درې وګټلې او پاکستان بیا پنځو کې درې ګټلي دي.
اېرلېنډ په څلورو لوبو کې خپلې درې وګټلې او پاکستان بیا پنځو کې درې ګټلي دي.

د کرېکټ د نړیوال جام د روانو سیالیو په وروستیو کې لوبو کې، اېرلېنډ د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې زمبابوې او پاکستان بیا جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.

دا د اېرلېنډ او د پاکستان درېیمه بریا وه، اېرلېنډ پر جنوبي افریقا او پاکستان بیا پر هند او ویسټ انډیز بایللي دي.

د اسټرالیا په هوبارټ لوبغالي کې زمبابوې پچه وګټله او اېرلېنډ ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. اېرلېنډ په ۵۰ اورونو کې ۳۳۱ منډې وکړې، خو د زمبابوې ټول لوبغاړي په ۳۲۶ منډو وسوځېدل او اېرلېنډ ته يې په پنځو منډو لوبه وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی د اېرلنډ اي سي جوایز شو، ده ۱۱۲ منډې وکړې.

پاکستان افریقا ته ماتې ورکړه

د نیوزلېنډ په اوکلېنډ لوبغالي کې جنوبي افریقا د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچوونې پرېکړه وکړه. پاکستان په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۲ منډې وکړې.

جنوبي افریقا چې په توپ وهوونې کې یوه پیاوړې لوبډله ده، بیا یې هم د پاکستان دومره کم هدف پوره نشو کړی. د دوی ټول لوبغاړي په ۲۰۲ منډو وسوځېدل او په دې ډول پاکستان خپله درېیمه لوبه وګټله او افریقا بیا خپله دویمه لوبه وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی د پاکستان سرفراز احمد شو، دا په نړیوال جام کې د ده لومړنۍ لوبه وه، ده ۴۹ چټکې منډې وکړې او پنځه کیچونه یې هم ونیول.

افغانستان له نیوزلېنډ سره لوبه کوي

افغانستان له اسټرالیا سره په لوبې کې له سترې ماتې وروسته، نن شپه له بل کوربه او پیاوړي ټیم یوزلېنډ سره مخامخ کیږي.

لوبه د چهارشنبې په شپه د کابل پر وخت د شپې په شاوخوا دوه نیمو بجو پیل کیږي.

دغه لوبه د نیوزلېنډ په ناپېیر لوبغالي کې کیږي. دا د دواړو غاړو پنځمه لوبه ده، نیوزلېنډ خپلې څلور واړه لوبې ګټلې او افغانستان بیا یوه لوبه ګټلې ده.

نیوزلېنډ د جدول په سر کې دی او افغانستان د جدول په شپږم نمبر دی، نیوزلېنډ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په پنځم نمبر او افغانستان په ۱۲ نمبر دی.

افغانستان او نیوزلېنډ تراوسه هېڅ سره مخامخ شوي نه دي، او دا به اول ځل وي چې سره مخامخ کیږي.

د مارچ د اتمې نېټې په دویمه لوبه کې بیا اسټرالیا له سرېلنکا سره لوبه کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG