د لاس رسي وړ اتصالات

د کرېکټ د نړیوال جام اته غوره لوبډلې معلومې شوې


په کوارټر فاینل کې سرېلنکا له جنوبي افریقا، هند له بنګلدېش، پاکستان له اسټرالیا او نیوزلېنډ له ویسټ انډیز سره لوبې کوي.
په کوارټر فاینل کې سرېلنکا له جنوبي افریقا، هند له بنګلدېش، پاکستان له اسټرالیا او نیوزلېنډ له ویسټ انډیز سره لوبې کوي.

د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د نړیوالو سیالیو د کوارټر فاینل اته لوبډلې معلومې شوې. د اتو غوره لوبډلو په دغه پړاوو کې ټولې څلور لوبې کیږي او هره لوبډله چې لوبه بایلې له نړیوال جام سره مخه ښه کوي.

په الف ګروپ کې پر دواړو کوربنو نیوزلېنډ او اسټرالیا سربېره، سرېلنکا او بنګلدېش منځلوبو ته وتلي دي.

په بې ګروب کې بیا، هند، جنوبي افریقا، پاکستان او ویسټ انډیز د اتو غوره لوبډلو پړاوو ته چې ناک اوټ هم بلل کیږي، ووتل.

پاکستان او ویسټ انډیز وروستۍ لوبډلې وې چې کوارټر فاینل ته ووتلې، پاکستان اېرلېنډ او ویسټ انډیز متحدو عربو اماراتو ته ماتې ورکړې.

که څه هم د ویسټ انډیز او اېرلېنډ ګټلې او بایللې لوبې او نمبرې برابرې دي، خو ویسټ انډیز د منډو د لوړ اوسط له کبله، منځلوبو ته ووت.

د ګروپي لوبو له بشپړېدو وروسته دوه ورځې دمه ده.

منځلوبې یا کوارټر فاینل

د منځلوبو سیالۍ په دې ډول کیږي چې د الف کروپ د سر لومړنۍ لوبډله د بل ګروپ له وروستۍ لوبډلې سره، دویمه یې له درېیمې او درېیمه یې او له دویمې سره لوبې کوي.

د منځلوبو لومړنۍ سیالۍ د مارچ په اتلسمه د جنوبي افریقا او سرېلنکا ترمنځ ده، جنوبي افریقا په بې ګروپ کې دویمه او سرېلنکا د الف ګروپ درېیمه لوبډله ده.

دویم کوارټر فاینل د مارچ په ۱۹ د هند او بنګلدېش، درېیم یې د اسټرالیا او پاکستان او د کوارټر فاینل څلورمه لوبه به د ویسټ انډیز او نیوزلېنډ ترمنځ وي.

د دغو اتو غوره لوبډلو له ډلې یې څلور لوبډلې نیمه پایلوبې ته وځي چې په نیمه پایلوبې کې بیا دوه لوبډلې پایلوبې ته لاره کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG