د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۰ کال د فوټبال نړیوالې لوبې پیلېږي


د جنوبي افریقا په لوی لوبغالي کې ډله ډله خلګ په تودو احساساتو راغونډیږي چې د ۲۰۱۰ م کال د فوټبال د لومړنۍ نړیوالې لوبي ننداره وکړي. مګر د هغوی دا تاوده احساسات وروسته له هغه ساړه شول چې پخواني جمهور ریْس (نیلسن مندیلا) اعلان وکړ چې کړوسۍ یې د موټر په ټکر کې وژل شوې ده نو ځکه د لوبې نندارې ته لکه مخکي چې یې ویلي و، نشي حاضریدای.

د فوټبیال د دغو نړیوالو لوبو ټورنمنت چې ۳۲ ملکونه به برخه په کې لري، نن د جنوبي افریقا او مکسیکو د ټیمونو ترمنځ په لوبې سره پیلیږي. د پرانیستلو مراسم په سندرو او نڅاګانو پیل شول.

ټاکل شوې وه د نژادي توپیر ضد لوی قهرمان ۹۱ کلن ( نیلسن ماندیلا) به هم ددغې لوبې د پیل کیدو په وخت حاضر وي خو هغه وویل چې دا کار ځکه نشي کیدای چې ۱۳ کلنه کړوسۍ یې کله چې پرون د یوه کنسرټ نه چې ددغو لوبو په ارتباط جوړ شوی و، بیرته کورته راستنیده، په لاره کې یې موټر ټکر وکړ او مړه شوه.

د فوټبال دغه نړیوالې لوبې د جنوبي افریقا په ټول مک کې په لسو لوبغالو کې کېږي.

XS
SM
MD
LG