د لاس رسي وړ اتصالات

سویس د نړۍ خوشحاله او افغانستان خپه هېوادونه وبلل شول


په دغه راپور کې د نړۍ ۱۸۵ هېوادونه اروزل شوي چې کوم یې ډېر خوشحاله او کوم یو یې خپه دي.
په دغه راپور کې د نړۍ ۱۸۵ هېوادونه اروزل شوي چې کوم یې ډېر خوشحاله او کوم یو یې خپه دي.

د ۲۰۱۵م کال د نړیوالې خوشحالۍ راپور له یو لړ عواملو نه چې په هغوی کې اقتصادي او ټولنیزه سوکالي شامله ده، استفاده کړې ده چې په دې برخه کې د ۱۵۸ هیوادونو درجه معلومه کړي. د سږ کال د راپور پایلې به ستاسو د حیرانتیا سبب شي.

وايي خوشحالي سرحد نلري، خو سببونه یې له یو هیواد نه بل ته هیواد توپیر لري.

د ۲۰۱۵م کال راپور، چې د دوامدارې پرمختیا د حل د لارو موندلو د شبکې له خوا خپور شوی دی، د اقتصاد، روانشناسۍ، روغتیا او عامه پالیسې له متخصصینو نه استفاده کړې ده چې په ټولو هیوادونو کې د سوکالۍ درجې وټاکي.

د سږ کال په راپور کې سویس تر ټولو لوړ ویاړ ترلاسه کړ او د ډنمارک ځای یې ونیو، ډنمارک اوس درییمې درجې ته راټیټ شو.

د نړیوالې خوشحالۍ د راپور تنظیموونکې کلیر بلجر "اوس تاسو ګورﺉ چې د سوریې هیواد ددې لست تل ته راغورزیدلی دی، د مرکزي افریقا جمهوریت یې په تل کې دی، او افغانستان هم، نو په رښتیا دا هغه هیوادونه دي چې ډیر بې وزلي دی او زیاته شخړه او جګړه لري."

شمالي اروپا په مجموع کې تر ټولو ښه حالت ته دوام ورکړ، په داسې کال کې چې متحده ایالات د پنځلسم ځای په نیولو سره له برازیل نه مخکې خو له مکسیکو نه وروسته راغلي دي.

د دې راپور د مدیرې او تنظیموونکې کلیر بلجر په وینا، لوړعواید یا زیاته ګټه ددې لست د سر د هیوادونو یو ګډ عامل دی، خو دا پخپله د خوشحالۍ معنی نلري.

د نړیوالې خوشحالۍ د راپور تنظیموونکې کلیر بلجر "ګټه یو څه اساسي رول لري. مونږ باید ددې وړتیا ولرو چې خپلې اړتیاوې پوره کړو او خپل ځانونو ته ډوډۍ پیدا کړو، خو له یو حد نه وروسته ګټه په خوشحالۍ کې رول نلري. "

همداراز هغه هیوادونو چې پکې د ټیټې کچې فساد او قوي ټولنیز ملاتړ موجود دی ددې لست په سر کې ځای لري، یعني د داسې خلکو لرل چې سړی ورباندې د اړتیا په وخت کې حساب وکولای شي.

د بلجر په وینا، ټولنیز ملاتړ هغه یو عامل دی چې آیسلنډ چې په دوهمه درجه کې ځای لري له یونان نه چې په ۱۰۲مه درجه کې دی بیلوي، که څه هم دواړه هیوادونه له اقتصادي بحران سره مخامخ دي.

ددې په پرتله، هغه هیوادونو ، چې په هغوی کې د افریقا د وړې صحرا زیاتره برخه شامله ده، د زیاتره، که څه هم په ځانګړې توګه نه، د زیاتې بې وزلۍ له امله د لست د په ترټولوټیټو درجو کې ځای لري.

ددې راپور له مخې، اوږد تندرست ژوند، د خپلې خوښۍ د ژوند کولو آزادي او همدردي هغه نور مهم عوامل دي چې خوشاحالي ټاکي.

XS
SM
MD
LG