د لاس رسي وړ اتصالات

لوږه په امریکا کې


د امریکا حکومت له ځینو بې کوره او نیستمنو وګړو سره مرسته کوي
د امریکا حکومت له ځینو بې کوره او نیستمنو وګړو سره مرسته کوي

میلیونونه امریکایان ورځنی خوراک په ډاډه زړه نشي پېداکولی. پنځلس ملیونه ماشومان هم خوراکي مرستو ته اړ دي.

د سپینې ماڼۍ اقتصادي سلاکارانو په دې میاشت کې یو رپوټ خپور کړ چې وايي د خوراکي مرستو پروگرام د لوږې، په راټیټولو کې ډېر زیات گټور دی.

خو د نړیوالې لوږې یا ورلډ هنگر ډله وايي په متحده ا یالاتو کې ۴٨ میلیونه امریکایان په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې ورځنی خوراک په ډاډه زړه نشي پیدا کولی. په دې کې پنځه لس میلیونه ماشومان هم خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

یوازې په نیویارک کې پنځله لس لکه اوسیدونکي خپل ځان او کورنۍ ته درې وخته خواړه له کار کولو سره سره نشي برابرولی.

د فیدرالي حکومت د خوراکي مرستو پروگرام له اړو کورنیو سره د بنیادي خوراکي شیانو په برابرولوکې مرسته کوي. خو په فیدرالی بودیجه کې ډېر کمښت ښايي په دغه پروگرام ناوړه اغېزه وکړي.

فلومینا اسه بیدو په نیویارک ښار کې د لوږې خلاف ټلوالې منتظمه ده. هغه وايي «که څه هم ډېرې کورنۍ کار کوي، خو سره له دې هم د خوراکي مرستو پروگرام ته اړتیا لري، ځکه دومره پېسې نشي گټلی چی گوزاره ېې پرې وشی. د تنخواه غټه برخه ېې دکور په کرایه کې ځي او پاتې پېسې ېې د خوراک لپاره کافي ندي».

د نیویارک ښار د لویدیځ هارلم، په سیمه کې وږي اونیستمن کسان د خوراکي توکو د بانک په مخکې کتار ولاړ دي. دغه ځای ته د ټولنی اشپزخانه هم ویل کېږي او خوارانو ته د مرستې خوراکي توکي برابروي. مارگریت پرویس ددغې ادارې رئیسه وايي «موږ له کورنیو سره مرسته کوو. په هغوی کې ډېری کورنۍ هره ورځ دخپل ژوند لپاره سخت کار کوي، خو له بده مرغه دومره سره له دې هم دومره پېسې نشي گټلی چې د کور د کرایې، خوراک او دماشومانو د نور لگښت لپاره بس وي».

د نیویارک ښار د خوراکي موادو بانک په هره دقیقه کې ۱۲۰ کسانو ته وړیا خوراک ورکوي. په بودیجه کې دوه کاله مخکې د کموالی له امله دغه پروگرام په وړه کچه زیانمن کړی دی. ددغه وړیاخوراک زیاتره برخه هغو کورنیو ته ورکول کېږي چی کار کوي، خو د خوراک لپاره بیاهم کافی پېسې نشی گټلی.

خوسره له دې هم سپینه ماڼۍ وايی چی په ٢٠١۴ کال کې دخوراکي مرستو پروگرام تر دوو میلیونو نه زیاتو ماشومانو ته گټه رسولې ده. رپوټ وايي ددې پروگرام له امله د بیوزلو کورنیو روغتیا، ښوونې اوروزنې او اقتصاد ته گټه رسېدلې ده.

په نیویارک کې دغه پروگرام د هغو څلورسوو زرو ماشومانو لپاره خوراکي مرسته برابروي چی عمرونه ېې لا د ښوونځي د شمول پړاو ته ندي رسیدلي.

د گوتیریز کورنۍ د خپلو دوو ماشومانو سره د کرسمس داختر لپاره ډېره خوشاله ده؛ پلارېې د لوبو په شیانو، نویو جامو او دهغو په بیو غور کوي.گوتیریز وايي:.. ماشومان ډېر سوغاتونه غواړي، خو زما وسه نه کېږي چی ټول شیان ورته واخلم؛ خوزه هڅه کوم چې هغوی د کرسمس اخترپه خوشالۍ تیر کړي.

هوزې گوتیرز نیت لري چې خپلو ماشومانو ته خامخا په راتلونکې تنخواه کې یوڅه سوغاتونه واخلي؛ خو دا اندیښنه هم ورسره ده چې د رخصیتو اوسوغاتونو لپاره پوره پېسې لري او که نه.

XS
SM
MD
LG