د لاس رسي وړ اتصالات

د یونان او فرانسې ټولټاکنو د نړۍ پر سوداګرۍ تاثیر کړی


په یونان او فرانسې کې د پرون ورځې ټولټاکنوو په اروپا او اسیا کې پر سوداګریزو مارکیټونو باندي اغیز کړی دی ځکه د یونان د ټولټاکنو پایلو داسي اندېښنې راپاروالي دي چې دغه هیواد به د اروپايي اتحاد هغه غوښتنې پرځای نه کړي چې ددغه هیواد نه یې د مالي ملاتړ په بدل کې غوښتي دي او دا به د یرو زون پر اقتصاد باندي تاثیر واچوي.

په یونان کې نن د دوشنبې په ورځ وختي د اسهامو مارکیټ ۷ په سلو کې وده وکړه په داسي حال کې چې په جرمني او فرانسې کې بیا ۱ په سلو کې راولوېدی.

د جاپان د نیکي شاخص د ورځې په پای کې د دوه اشاریه اته فیصدو سره وتړل شو او د هانګ کانګ د سینګ شاخص بیا ۲،۶ په سلو کې راولوېدی.

په فرانسه کې رای ورکونکو ددغه هیواد د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کې فرانسویز هولانډې خپل د نوي ولسمشر په توګه وټاکی. نوموړي ژمنه کړې ده چې د جرمني په مشري پر اروپايي اتحاد به د وضع شويو اقتصادي شرایطو پرضد مبارزه وکړي.

اروپايي اتحاد د یونان دپاره دوه ځلي مالي قرضه ورکړه او دغه راز ایرلند او پرتګال ته یې هم یو یو واري مرسته ورکړه. ددغه اتحاد د مالي ژغورنې نوې بودیجه د جولای په میاشت کې رسمي بڼه غوره کوي.

XS
SM
MD
LG