د لاس رسي وړ اتصالات

په ٢٠١٦ کې طبیعي پیښو په نړۍ کې ۱۷۵ میلیارد ډالره تاوان اړولی


د جرمني د مونشن د بیمې د شرکت د شمیرو له مخې د ٢٠١٢ میلادي کال راهیسې په ټوله نړۍ کې د طبیعي پیښو څخه زیږنده تاوان ډیرې لوړې کچې ته رسیدلی دی.

د بیمې ددغه جرمني شمیرې ښیي چې د ز٢٠١٥ کال په پرتله په ٢٠١٦ کې د طبیعي افتونو مالي تاثیرونه له دریو څخه دوه برخې زیات وو.

خو د طبیعي افتونو له وجې رامنځ ته شوي ځاني تلفات د ٢٠١٥ کال په پرتله په تیر کال کې کم وو. په ٢٠١٥ کې د طبیعي پیښو تلفات ۲۵۴۰۰ تنو ته رسیدل، خو په ٢٠١٦ کې دغه شمیره ۸۷۰۰ کسه راټیټه شوی ده.

طبیعي پیښو زیات تاوان په اسیایي هیوادونو کې اړولی دی. په جاپان کې زلزلې هغه هیواد ته ۳۱ میلیارد ډالره تاوان واړوه او د ٢٠١٦ کال په دوبي کې سیلابونو او توپانونو چین ته ۲۰ میلیارد ډالره تاوان پیښ کړ.

په چین کې یوه زلزله ځپلې سیمه
په چین کې یوه زلزله ځپلې سیمه

په شمالي امریکا کې په مجموعي توگه ۱۶۰ طبیعي افتونو رامنځ ته شول. د ١٩٨٠ کال راهیسې په ٢٠١٦ کې امریکا د تر ټولو زیاتو طبیعي پیښو شاهده وه.

په هایتی کې د متیو توپان تر ټولو ستر او وژونکی طبیعي افت و چې د هغې له کبله لږ تر لږه ۵۵۰ تنه ووژل شول او لس میلیارده ډالر تاوان یې پیښ کړ. د امریکا متحده ایالات او کاناډا هم په ٢٠١٦ کې د پراخو اور لگیدنو او سیلابونو شاهد وو.

له دې سربیره په تیر کال کې یو لړ توپانونو اروپا ته شپږ میلیارده ډالر تاوان اړولی دی.

د مونشن د بیمې د شرکت رئیس پیتر هوپي وایي چې که د ٢٠١٦ کال طبیعي افتونو ته پام وشي لیدل کیږي چې لامل یې د هوا د حالاتو او اقلیم بالقوه بدلون دی چې نه شي کنترولیدای.

خو هغه ټینگار وکړ چې داسې نشي کیدای چې هر طبیعي افت د هوا د حالاتو یا د اقلیم بدلون سره اړوند وگڼل شي. د مونشن د بیمې د شرکت د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د طبیعي پیښو له درکه په سلو کې ٧٠ رامنځ ته شوي تاوان بیمه نه درلوده.
XS
SM
MD
LG