د لاس رسي وړ اتصالات

ترافیکي پیښې په کال کې ١،٢٥ میلیون کسان وژني


اروپا د ترافیکي مرگ ژوبلې تر ټولو ټیټ او افریقا تر ټولو لوړ ریکارد لري.

اروپا د ترافیکي مرگ ژوبلې تر ټولو ټیټ او افریقا تر ټولو لوړ ریکارد لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل کلني رپوټ کې وایي، هر کال شاو خوا یو میلیون او دوه سوه پنځوس زره خلک په ترافیکي پیښو کې ژوند بیالي.

د دې سازمان په وینا د نړۍ هیوادونه باید په سرعت او د نشې پر وخت د موټر چلولو پر وړاندې سخت قوانین رامنځ ته کړي چې له مخې یې په ترافیکي پیښو کې د مرگ ژوبلې کچه راټیټه شي.

د نړۍ د ترافیکي پیښو او د سړکونو د مصونیت په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان د ۲۰۱۵ کال رپوټ ښي چې د امریکا متحده ایالات، اندونیزیا او نایجریا د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې ددې وضیعت د کنترول لپاره په ډیرو ښو اقداماتوکې پاتې راغلي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د کارپوهانو په وینا د موټر جوړولو شرکتونه هم کولای شي په هکله خپله ونډه ادا کاندي. ډاکتر ایتینی کروگ وویل چې په ډیرو مواردو کې د موټر د بیې د راټیټولو په خاطر د موټرو د خوندیتوب په پام کې نه نیول کیږي.

د چین په پلازمینه بیجنگ کې د د حق العبور د یو ستیشن مخ ته د ترافیکو گڼه گوڼه

د چین په پلازمینه بیجنگ کې د د حق العبور د یو ستیشن مخ ته د ترافیکو گڼه گوڼه

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیسې مارگرت چان، ددې رپوټ د خپرولو په وخت وویل د سرعت د کنترول، د نشې پروخت د موټر چلولو، د ژغورونکو خولیو په سر کولو، د حفاظتي کمر بند او د ماشومانو د ځانگړو څوکیو د لرلو په اړه د ښو قوانینو رامنځ ته کولو ته اړتیا ده.

د ٢٠٢٠ کال پورې د ترافیکي پیښو د مرگ ژوبلې کچه نیمایي ته راټیټول د روغتیا د نړیوال سازمان د پرمختیایي دومدارو هدفونو څخه ده چې د نړۍ مشرانو پرې تیره میاشت موافقه وکړه.

د روغتیا د نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې بایسکل ځغلونکي، موټرسایکل چلوونکي او لاروي په ځانگړې توگه د ترافیکي پیښو څخه متاثر کیږي او په سلو ۴٩ مرگ ژوبله د همدې کتگورۍ په هیوادونو کې رامنځ ته کیږي.

آغلې چان وایي په سلو کې ٨٥ ترافیکي مرگ ژوبله په کم او منځني عاید لرونکو هیوادونو کې رامنځ ته کیږي که څه هم چې په دې هیوادونو د نړۍ ٥۴ فیصده موټرې تگ راتگ کوي. اروپا د ترافیکي مرگ ژوبلې تر ټولو ټیټ او افریقا تر ټولو لوړ ریکارد لري.

دې ترڅ کې د نیویارک پخواني ښاروال میکل بلومبرگ ویلي دي چې بایسکل ځغلوونکو او لارویانو ته د نیویارک ښار د سړکونو په رغولو او امن کولو سره په دې ښار کې د ترافیکي مرگ ژوبلې کچه له بل هر وخت څخه په بیسارې توگه راټیټه شوی ده او د هغه په وینا دا کار په نوره نړۍ کې هم کیدای شي.

XS
SM
MD
LG