د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جګړې تمرکزختیځ خوا ته غځیږي


د افغانستان د جګړې تمرکزختیځ خوا ته غځیږي
د افغانستان د جګړې تمرکزختیځ خوا ته غځیږي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جون د ١۴ نیټې په ګڼه کې د جاشوا پارتلو او ګرګ جافی په قلم "د افغانستان د جګړې تمرکزختیزې خواته غځیږي" ترعنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي: د افغانستان جګړه هغې خواته غځیږي له کومې خوا چې پیل شوې وه.

د القاعده او طالبان غړي له همدې سیمې نه د امریکا ترفشار لاندې ووتل او ځانونه یې منسجم کړل او بیا خپله جګړه پیل کړله.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په جنوبي سیمو کې، د امریکا په مشري قواوې وکړی شول چې د هلمند او کندهار په ډیرو سیمو کې د طالبانو ولکه ختمه کړي. خو د امریکا نظامی مامورین وايي د افغانستان په ختیځو سیموکې چې غرنۍ دي د طالبان ختمول اسانه نه بریښي. دلته یاغیان په پیکپ موټرو کې وسلې په خامه لارو کې افغانستان ته راوړي او بیا د نیولو له ویرې بیرته پاکستان ته پناه وړي.

واشنګټن پوست لیکي، امریکا د افغانستان په جنوبی برخو کې ډیره زیاته توجه وکړله او څه کم نه دیرش زره عسکر هلته ځای په ځای کړل خو په ختیزو سیمو کې ددوی شمیره یواځې یو دیرش زرو ته رسیږي. خو په دې وروستیو میاشتو کې په خیتزو سیمو کې په جګړې کې ډیرتلفات پیښیږي او له هغو سیمو نه چې امریکایی قطعی وتلی دي بیرته د طالبانو ترولکې لاندې راغلي دي.

ورځپاڼه په ناتو کې ددوهمې درجې قوماندان دیوید رودریګویز له قوله لیکي چې دوی په ختیزو سیمو کې ډیره زیاته پاملرنه ونه کړه او خپله انرژي په دې سیمه کې ونه لګوله، خو خبره داده چې په یوه وخت کې ټولو ځایونو ته په مساوي ډول رسیدل سخته ده.

واشنګتن پوست لیکي اوس امریکا لګیاده ختیزو سیمو ته خپله پاملرنه اړوي چې په دې کار سره به د حقانی د شبکې نفوذ دلته محدود کړي کوم چې د پاکستان د قبایلي سیمو نه په افغانستان کی حملې کوي. اوس به سیمه په استخباراتي امکاناتو سمباله کیږي اوله بې پیلوټه الوتکونه به دلته کارواخیستل شي او همدارنګه ډیرشمیرافغان پوځیان به دلته ځای په ځای شي. خو ستونزه داده چې دغه جګړه به اوس په لږو عسکرو کیږي ځکه اوباما غواړي په راتلونکې نژدې وخت کې یو شمیرعسکروباسي.

ورځپاڼه زیاتوي، اوس به هڅه وشي چې په جنوب کې هم په بیا نیول شوو سیمو کې خلا رامنځ ته نه ‍شي او په عین حال کې ختیځه جبهه هم پیاوړې شي. د امریکا پوځ غواړي چې په ختیزه برخه کې د جګړې ساحه پراخه کړي. خو یوه امریکايي پوځي ویلي دي، "ختیزه سیمه به زمونږ لپاره د جګړې وروستی سنګر وي، خو د افغانانو لپاره دا ځای په دایمی توګه د جنجالونو سیمه وي، ځکه دلته ساحه ډیره غرنۍ ده."

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د جون د دیارلسمې نېټې په ګڼه کې "افغانان د طالبانو د سولې له مذاکراتو نه ویره لري" ترعنوان لاندې یومطلب خپور کړی دی او لیکي چې د کرزي د حکومت د سولې هڅې او د حکومت لخوا طالبانوته سره د ډیرو شیانو منل به ډیرافغانان اندیښمن کړي. دوی فکر کوي چې ممکن ښځو ته هغه ازادۍ ختمې شي چې دوی یې اوس لري. همدارنګه اقلیتونه هم ددې مسئلې نه په ویره کې دي.

ورځپاڼه لیکي، دا په کابل کې د ښځو بڼ دی. دلته په دې معطره فضا کی ښځې په ازاده توګه په سیراو تفریح لګیا دي خو کله چې د طالبانوسره د سولې خبره رامنځ ته شي نو سمدلاسه د ښځو په څیرو کې د اندیښنې نښې ښکاري. یوه ښځه وايي: "دوی بدلون نه منونکي دي، که چیرې طالبان په قدرت شي نودوی به بیرته خپلو پخوانیو کړو وړو ته دوام ورکړي. مونږ به کارونه شو کړی، مونږ به له خپلو کورونو نه شو وتلای.

لاس انجلس ټایمز لیکي، اوس چې د طالبانو سره د کرزي د سولې هڅې ګړندۍ کیږي نو د بشري حقوقو فعالین، مسلکی ډلې، نژادي اقلیتونه او د کرزي منتقدین ټول په شریکه د مخالفینو سره د خبرو په اړه اعتراض کوي.

خو ورځپاڼه زیاتوي چې ډیرشمیرافغانان بیا په دې نظر دي چې مذاکرې د سولې د راوستلو لپاره یواځنۍ لاره ده ترڅو د څو لسیزو دغه جګړه زیاتی پای ته ورسیږي. خو سره ددې هم ډیرشمیر د سولې په قیمت پوهیږ ي او دوی ددې نه ویره لري چې کیدای شي طالبانو ته د سولې په مقابل کې ډیرامتیازونه ممکن ددې باعث شي چې دوی په خلکو باندې هغه پخوانی سخت حالت بیا راولي.

یوسیاسی څیړونکی، سنجرسهیل ورځپاڼې ته ویلي دي: "هغه وسیلې اولارې چې حکومت یې د سولې د راوستلو لپاره په کاروي، ستونزه د هغو سره ده. که نه نو نورې ښې لارې هم شته دي چې حکومت په هغو سره ښې نتیجې ترلاسه کولی شي."

XS
SM
MD
LG