د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له پاکستان نه د اسامه د کور معلومات غواړي


امریکا له پاکستان نه د اسامه د کور معلومات غواړي
امریکا له پاکستان نه د اسامه د کور معلومات غواړي

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼه د مې میاشتې د درېمې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د جمهور رییس اوباما د حکومت چارواکي په اسلام آباد او په واشنګټن کې د پاکستان نه غوښتي دي چې د اسامه بن لادن د استوګنې د ځای په باب دي ژر تر ژر ځوابونه وړاندي کړي. ورځپاڼه لیکي چې اسامه په یوې داسي سیمه کې د کلونو راهیسې ژوند کاوه چې شاوخواه یې قوي د اردو منصب داران او د پوځ تاسیسات پراته وو.

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼه خپل د مې د دریمې نېټې په ګڼه کې لیکي چې د جمهور رییس اوباما د حکومت چارواکي د پاکستان نه غواړي چې د القاعدې د تروریستي سازمان د مشر اسامه بن لادن د استوګنې د ځای په باب دي پوښتنو ته ژر تر ژر ځوابونه وړاندي کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د بن لادن د کور په باب د معلوماتو ترڅنګ، امریکا يي چارواکو په استخباراتي، نظامي او ډیپلوماتیکي غونډو کې د پاکستاني انډولو نه وغوښتل چې د عیني شاهدانو نومونه دي هم دوي ته ورکړي چې د اسامه بن لادن کور ته یې د خلګو تله راتله لیدلي وي.

ورځپاڼه د امریکا د کانګرس د ځینو غړو له قوله لیکي چې وايي دا منطقي خبره ده چې بن لادن پرته له دې نه چې د ځینو پاکستاني چارواکو له خوا یې ملاتړ نه وای شوی، په دې سیمه کې نه شوای پټیدالای.

ورځپاڼه زیاتوي چې د بن لادن د پېښې په باب او د پاکستان په یوې نظامي سیمه کې د هغه د استوګنې د د راز د افشا کیدو نه وروسته اوس امریکا یان د پاکستان په برخه کې دوه ډوله نظرونه لري. یوه ډله یې وايي چې هر کال چې دغه ملک ته ۳ میلیارده ډالره نظامي او اقتصادي مرسته ورکول کېږی، باید پر دغې مرستې باندي د سره کتنه وشي. په عین حال کې ځیني نور بیا لکه د ولسي جرګې د ریْس جان بینر په شان په دې نظر دي چې اوس د دې وخت نه دی چې د پاکستان نه پر شا ولاړ شو.

ورځپاڼه د ځینو امریکا يي او پاکستاني چارواکو له قوله چې د موضوع د حساسوالي په خاطر یې نه غوښتل هویت یې افشا شي لیکي چې دغو راپورته شویو پوښتنو ته د پاکستان ځوابونه به د دواړو ملکونو ترمنځ د اړیکو سرنوشت وټاکي او په افغانستان کې به هم د ماموریت راتلونکیْ څرنګوالی په ډاګه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې که چیري د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې شخړې زیاتې شي نو د حکومت هغه هیلې به د ګواښ سره مخامخ شي چې د طالبانو پر ضد په نظامي مبارزې او د پخلاینې په بهیر کې موجودې دي، تر دې چې د یاغیانو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو د حملو لړۍ لا چې پاکستان یې په برخه کې همکاری کوي، ستونزمنه کیدای شي.

خو په عین وخت کې ځیني د امریکا د حکومت چارواکي د دواړو ملکونو ترمنځ اوسنۍ شیبې ته د فرصت په سترګه هم ګوري او وايي چې په پکار ده چې د پاکستان سره دا سپینه شي چې د امریکا ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې ژمن دی کنه

ورځپاڼه لیکي چې وروسته له هغه نه چې اسامه ووژل شو او ځانګړي عملیات پای ته ورسیدل، سپینه ماڼۍ هڅه کوي چې د ملي امنیت د لوړې کچې غونډې جوړې کړي ترڅو د پاکستان له لورې د لږ همکارۍ پر ځای ډیره همکاري لاس ته راوړي.

ورځپاڼه لیکي چې دوه ورځې وروسته له هغه نه چې امریکا يي ځانګړو قواوو اسامه د یو ناڅاپي عملیاتو په ترڅ کې وواژه، پاکستان اوس لټه کوي چې خپل دریځ بیرته پیدا کړي.ورځپاڼه لیکي چې پاکستان د یوې خوا نه د کورني فشار له امله د امریکا د خوا د ترسره شویو عملیاتو په خاطر اندېښنه وښوده او د بلي خوا یې بیا د اسامه بن لادن په وژلو کې د مرستې کولو ادعا وکړه.

خو ورځپاڼه بیا د سي آی اې د ریْس لیون پنیتا له قوله لیکي چې وايي پاکستان ددغو عملیاتو نه بې خبره ساتل شوی و ترڅو راز یې افشا نشي. ورځپاڼه لیکي چې داسي پریکړه وشوه چې که پاکستان خبر شي نو ماموریت کیدای شي چې ناکامه شی او ښايي په نتیجه کې هغوي هدفونه یعنی اسامه بې ځایه کړي.

ورځپاڼه د سپینې ماڼۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د سلاکار جان برینن له قوله لیکي چې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې دا معلومه کړي چې د پاکستان دننه په حکومت او استخباراتو کې آیا داسي څوک و چې د اوساما د پټیدو د ځای په باب یې معلومات درلودلل کنه؟

ورځپاڼه د یوه امریکا يي چارواکي له قوله لیکي چې د اوس دپاره امریکا د پاکستانیانو عذر چې وايي دوي د اوساما د پټیدو د ځای په باب حیرانه او هکو پک شول، منلی دی. ددغو لوړ پوړي پاکستانیانو په ډله کې جمهور ریْس زرداري، د پوځ مشر جنرال کیهاني او د آی اس آی مشر جنرال شجاع پاشا شامل وو.

ورځپاڼه لیکي چې درو سرو مشرانو د روانې اونۍ د دوشنبې په ورڅ د پاکستان او افغانستان دپاره د امریکا د خاص استاځي، مارک ګروسمن سره وکتل خو د دغو لیدو کاتو په باب یې ډیر لږ معلومات خپاره کړل، هغه د سې شنبې په ورځ مطبوعاتو ته وویل چې د اسامه مرګ د افغانستان پاکستان او امریکا دپاره یو غټ بری و.

ورځپاڼه د امریکا د سنا د نړیوالو اړیکو د جرګه ګۍ د ریْس دیموکرات سناتور جان کیري له قوله لیکي چې وايي اساسي پوښتنه دا ده چې د پاکستان پوځ او استخبارات څنګه په دې خبره پوه نه و، که څوک پوه هم وو نړ هغه کس یا کسان څوک وو. آیا څوک پوهیدل چې د هغو دیوارونو ترشا په هغه کلاه کې چې د پوځ د تاسیساتو په منځ کې وه، څوک اوسیده.

ورځپاڼه د ځینو امریکا يي او پاکستاني حکومتي چارواکو له قوله لیکي چې دا پېښه یوه موقع په ګوته کوي چې په اسلام آباد کې ملکي حکومت هڅه وکړي چې د قوي پوځ په مقابل کې خپله اتوریته وښيي.

XS
SM
MD
LG