د لاس رسي وړ اتصالات

'امریکا د گیزاب د ولسوالۍ له پاڅون نه گټه اخلي'


'امریکا د گیزاب د ولسوالۍ له پاڅون نه گټه اخلي'
'امریکا د گیزاب د ولسوالۍ له پاڅون نه گټه اخلي'

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ګڼې کې لیکلي دي چې امریکا دې ته لیواله ده چې د طالبانو پر ضد د ګیزاب د ولسوالۍ د خلکو د پاڅون نه ګټه واخلي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې څه موده وړاندې د ارزګان ولایت د ګیزاب په ولسوالۍ کې یو شمیر کسان د شپې په دوه بجو سره کښیناستل او د سیمې نه یې د طالبانو د شړلو پریکړه وکړه. د دغو کسانو مشري یو قومي مشر کوي چې په لالي مشهور دی.

ورځپاڼه وایي دغه کسان چې شمیر یې یوازې پنځلسو تنو ته رسیده، سهار مهال د ټوپکو سره لارو کوڅو ته راووتل او څو شیبې وروسته ورسره د کلي ځینو نورو کسانو هم لاس یو کړ او د طالبانو سره یې جګړه پیل کړه. د دواړو خواوو تر منځ جګړه تر لمر پریواته پورې روانه وه خو د کلي د خلکو کلک مقاومت او قوي عزم طالبان دیته اړ کړل چې د سیمې نه پښې سپکې کاندي.

لالي چې د دغه پاڅون بندوبست یې کړی ؤ، ورځپاڼې ته یې ویلي دي چې هغوي نور د طالبانو ظلم او زیاتی نشو زغملی نو ځکه یې د هغوي پر ضد وسلې راپورته کړلې.

د امریکا ځیني دیپلوماټان او نظامي چارواکي پدې باور دي چې د ګزاب د ولسوالۍ د خلکو دا زړه ورتیا د افغانستان په نهه کلنې جګړې کې یو تاریخي اقدام دی، دغه چارواکي وایي چې د افغانستان په جنوب کې په لومړي ځل خلک پخپله خوښه د طالبانو پر ضد راپورته شول او هغوي یې د خپلو سیمو نه وایستل.

دوي همدارنګه وایي دا یو داسي تاریخي کار ؤ چې د افغانستان او امریکایي چارواکو په خیال کې هم نه راته چې یو ورځ به داسې کیږي. د امریکا یوه قوماندان ویلي دي چې دا د افغانستان په جنوب کې تر ټولو مهم پرمختګ دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي چې طالبانو د زیاتې مودې راپدیخوا د ګزاب په ولسوالۍ کې د پټیدو خوندي ځایونه جوړ کړي ؤ او له همدغه ځای نه به یې کندهار او هلمند ولایتونو ته اکمالات کول، د ورځپاڼې په قول دغه سیمه د طالبانو د لاس نه وتل د هغوي د بغاوت لپاره یوه ستر ضربه ده.

خو ورځپاڼه دا هم وایي چې پدې سره به د افغانستان د جګړې په مسیر کې کوم خاص بدلون رانشي او بله دا چې اغیزه به یې هم دومره ژر په ډاګه نشي.

ورځپاڼې په سیمې کې د امریکا د خاصو قواوو د عملیاتو د یوه قوماندان برید جنرال آسټن میلر له قوله لیکلي دي چې د ګزاب په ولسوالۍ کې یې د خلکو د پاڅون د خبر د اوریدو نه وروسته خپل یو ټیم هلته استولی دی چې دغو کسانو ته روزنه ورکړي.

ورځپاڼه وایي چې طالبان په ٢٠٠٧ میلادي کال کې د ګزاب په ولسوالۍ کې راپیدا شول، او دا چې د سمیې زیات شمیر ځوانان بی رزګاره ؤ او له بلې خوا په سیمې کې پولیس هم چندانې فعاله نه وو نو ډیر ژر یې شمیر زیات شو او هلته یې خپل پاخه مرکزونه جوړ کړل.

طالبانو هلته په لومړي سر کې په یوه کلینک کې مرکز جوړ کړ، ښوونځي یې ړنګ کړل او په سړکونو کې یې د موټرو نه پیسې اخیستلې، د سیمې یو اوسیدونکی وایي چې طالبان په لومړي سر کې ښه خلک ؤ او د هغوي سره یې ښه رویه کوله خو بیا ورو ورو یې رویه خرابه شوه او هغوي ترینه په تنګ شول.

ورځپاڼه وایې چې د طالبانو پر ضد د ګزاب د خلکو بغاوت د همدې کال د اپریل په میاشت کې هغه وخت یو څه پیل شو کله چې د امریکا د خاصو قواوو یوې قطعې د لالي په نامه یوه قومي مشر ته ٢۴ زره امریکایي ډالر پدې خاطر ورکړل چې په هغو کسانو یې وویشي چې د کورنۍ غړي یې د طالبانو لخوا د یوه ښخ شوي ماین په چاودنې کې وژل شوي ؤ.

لالی وایي چې د طالبانو قوماندان ورته ویلي ؤ چې دغه پیسې دې هغوي ته وسپاري ځکه چې د حکومت یا امریکایانو نه پیسې اخیستل حرامې دي خو لالی وایي چې ما ورته په ځواب کې وویل که دا زما لپاره حرامې وي نو بیا ستاسو لپاره هم حرامې دي.

لالی وایي چې اوس یې د وسله والو کسانو شمیر درې سوو تنو ته رسیدلی دی چې د ګزاب د ولسوالۍ په شاوخوا کې په څوارلسو کلیو کې پیاده ګزمې کوي او په سیمې کې یې پوستې جوړې کړیدي. د هغه اعتبار پدې خاطر د خلکو په منځ کې زیات شویدی چې څه موده وړاندې یې د طالبانو درې تنه ونیول او وړاندې تر دې چې امریکایان او یا د اسټرالیا خاصې قواوې ورورسیږي، هغوي یې اعدام کړل.

لالی وایي چې اوس هم د ګزاب په ولسوالې کې طالبان شته دي خو هغوي په غرونو کې دي او دا زړه نشي کولی چې د هغوي د قواوو سره مخامخ جګړه وکړي.

XS
SM
MD
LG