د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار عملیات ښايي د امریکا راتلونکي اقدامات اغیزمن کړي


د کندهار عملیات ښايي د امریکا راتلونکي اقدامات اغیزمن کړي
د کندهار عملیات ښايي د امریکا راتلونکي اقدامات اغیزمن کړي

د واشنگټن پوست ورځپاڼه د یکشنبی په ورځ د می په ٢٣مه نیټه لیکی، د اوباما اداره ددی لپاره مبارزه کوی چی طالبان د افغانستان له دویم ستر ښار کندهار نه بهر وشړی. خو په دی کار کی حتی د اوباما اداری د ستراتیژی جوړوونکی هم متیقن ندی چی دا ستراتیژی به کامیابه شی او که نه.

دکندهار دعملیاتو دکامیابی لپاره په زرگونو امريکا یی عسکر و گومارل شی او په بلیونو ډالره به ولگول شی. ددی لپاره چی د یاغیانو روحیه ماته کړی شی او دجگړی مخه بل لوری ته وگرځول شی او دافغانستان لپاره داوباما داداری کامیابی اعتبار پیداکړی.

واشنگټن پوست لیکی چی داخواولنی پلان دی خو ددی لپاره بل متبادل پلان نشته او دنتایجو لپاره وروستی نیټه بیخی لنډه ده. داداری چارواکی اټکل کوی چی داعملیات به دستراتیژی دارزیابی لپاره چی په ډیسمبر کی به وشی، د یوه معیاری او مرکزی ټکی حیثیت ولری. همدا ارزیابی به له افغانستان نه دامريکا یی عسکرو دوتلو کار توجیه کړی چی هغه به بیا د ٢٠١١میلادی کال په جولای کی شروع شی.

که څه هم هغه عملیات چی تیرکا ل ژمی په هیلمند کی پیل شوی وو، هغه به ادامه پیداکاندی. دنویو عسکرو گومارل به د افغانستان په شمال او ختیځ کی ادامه ولری. ورځپاڼه لیکی چی که دکندهار خبرونه ښه نه وی نو نور خبرونه اوځایونه به ډیر اهمیت ونلری.

دامريکا پوځ وايي ، ددی کار عاجل حآلت اومشکلات، د شنبی په ورځ هغه وخت معلوم شول چی طالبانو دکندهار په هوايي میدان باندی، دراکټونو یوبی سابقی برید وکړ. دغه هوايي میدان په راتلونکیو تهاجمی علمیاتو کی، د نآټو ترټولو ستر مرکز گنل کیږی. په دغه حمله کی څو تنه ملکی ماموران او دایتلاف عسکر زخمی شول.

د راکټونو گولۍ د سنگر د دیوالونو په سرتیری شوی. خوهغو ټوپک والاو چی کوشش وکړچی دننه ننوزی دهغوی بریدناکام شو.

چارواکی وايي چی دا تهاجمی حمله به د ملکی او نظآمی عملیاتو یو ه مخلوطه حمله وی او د بغاوت ضد عملیاتو ریښتنی ازمیښت به وی. دهغه عملیاتی کړنلاره ده چی پنځه کاله مخکی په ٢٠٠٥ میلادی کی په عراق کی دعسکرو د زیاتولوپه وخت کی غوره شویده. د واشنگټن پوست ورځپاڼه دامريکا د خارجه وزیری هیلری کلنټن له قوله لیکی چی هغی دمی په ١٣مه باندی وویل چی ټانکونه به ښارته نه ورننوزی. هغی وویل چی په دی هڅوکی به احتیاط وشی اوداسی ونه شی چی دکندهار د خوندی کولو په ځای کندهار وران کړی شی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چی دکندهار دعملیاتو ته دلاری اوشرایطو برابرو لو په لړکی د خاصو عملیاتو قواو دیاغیانو د مشرانو په وژلو او نیولو پیل کړیدی. په همدی توگه طالبانو هم دهغو کسانو دوژلو لړی پیل کړیده چی دخارجی قواو او افغان حکومت لپاره کار کوی.

واشنگټن پوسټ لیکی چی دامريکا ملکی چارواکی هم کوشش کوی چی د ځایی قدرت لرونکیو خلکو ترمنځ د قدرت د توازن لپاره کاروکړی او هغه عدم توازن ختم کړی چی دیوی قبیلی په گټه وی. هغو ددغه توازن د ټینگولو لپاره غواړی چی لس اداری اولسوالی جوړی کړی او هره یوه به نماینده شوری ولری او پیسی به دهغوی له لاری لگول کیږی.

دامريکا معتبرو نظآمی چارواکیو تیره میاشت په کابل کی خبریالانوته داعملیات د د پاکولو د عملیاتوپه نامه یادکړل او وی ویل چی د کندار د ژیړۍ ، ارغنداب او پنجوایی په اولسوالیو کی به عملیات وشی او په هغو ځایونو کی چی طالبانو سنگرونه نیولی دی.

خو دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی تیره اونی وویل چی نظامی قوه به یوازی هغه وخت استعمال شی چی کله او چیرته ورته ضرورت وی او دابه د ټولنی سره د سلا مشوری نه وروسته وشی. که څه هم داوباما اداری وعده کړیده چی له ښاغلی کرزی سره به ددی عملیاتو په په هرقدم کی مشوره کیږی او ښاغلی کرزی به له کندهاریانو سره مشوری کوی. خو دا لامعلومه نده

ایادامشوری له ویتو کولو سره برابری دی اوکه نه. د اوباما د اداری یوه چارواکی وویل چی دا عملیات په نظآمی لحاظ عادی عملیات ندی. ښایی چی هغوی همداسی عملیات کړی وای اودعملیات په هکله یی خبری نه وايي کړی.

خو هغوی داکار ونکړی شو ځکه چی ددومره زیات شمیر عسکرو اچول په یوه سیمه کی بی له توضیح نه کیږی. دهغه اشاره هغو لس زرو عسکرو ته وه چی کندهار ته استول شویدی. دواشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چی دغه عملیات ( دکندهار لپاره همکاری ) په نامه یاد شویدی. دانوم په ډیراحتیاط ایښودل شویدی چی د عملیاتو له نوم نه ډډه وشی. ځکه چی له عملیاتو نه مرگ ژوبله استنباط کیږی. واشنگټن پوست لیکی چی داوباما ا داری اداره داعملیات دنظآمی حضور په نامه یادوی چی یو بی ضرره نوم دی. او ښاغلی کرزی تیره ونی دا عملیات د بهیر په نامه و بلل.

XS
SM
MD
LG