د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوسټ: د طالبانو لخوا د مامورینو د وژلو هڅو تاوان رسولی


واشنګټن پوسټ: د طالبانو لخوا د مامورینو د وژلو هڅو تاوان رسولی
واشنګټن پوسټ: د طالبانو لخوا د مامورینو د وژلو هڅو تاوان رسولی

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د اسوشیتډ پرس په حواله لیکي چې د طالبانو لخوا د مامورینو او امنیتی کسانو وژل ددې سبب کیږي چې په افغانستان کې پرمختگ له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.

ورځپاڼه لیکي، د اوو کلونو لپاره د کشف امر بازمحمد رحیم په هغه ولایت کې خپله دنده سرته رسوله چې د پایتخت او د طالبانو د سنگرونو ترمنځ پروت دی. دده سره په دوسیو کې د برمته کولو او وژلود پیښو ډیرې قضیې دي. په وروستیو دوسیو کې یوه یې هم د حکومت د اصلاحاتو د یوه مامور د قتل پیښه ده چې د خپل کور په وړاندې ووژل شو. په یوه بله قضیه کې د ولایت د مرستیال د وژنې پیښه ده چې په چاودیدونکو موادو ډک یوه رکشا دده د موټر سره ځان وجنگاؤ. په دې میاشت کې د هغو گواښونو په سبب چې ده ته شوي وو بلاخره د کشف امر له وظیفې نه لاس واخیست او کرار په کورکې کښیناست.

ورځپاڼه لیکي اوس د وژنوډیرې پیښې کیږي. زه په دې فکر کې یم چې هلته ولاړ شم چې ډیر خلک مې نه پیژني. زه نه غواړم د پولیسو یا د حکومت سره نور کاروکړم.

واشنگټن پوسټ لیکي په داسې حال کې چې امریکا غواړي د امنیتي قواوو او ملکي ټولینزو استخدام گړندی شي ترڅو د بهرنیو پوځیانو له پاره د وتلو زمینه برابره شي طالبان د قتل او وژنو یوه څپه په لاره اچولې ده چې په هغې کې ډیرشمیر د محلي حکومت مامورینو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې دغه کار ددې سبب شوی دی چې د حکومت مامورین بې زړه شي خصوصاً هغه کسان چې بهرنۍ قواوې اشغال گرې بولې او د افغانستان حکومت غیر موثر گڼي. پوځي لوړپوړي افسران اټکل کوي چې طالبان به د سیاسي مشرانو په وژلو سره وغواړي چې حکومت تضعیف کړي.

په افغانستان کې دوهم نمبر لوړ رتبه افسر جنرال ډیوډ رودریگویز تیره میاشت اټکل وکړ چې طالبان چې ډیرې سیمې یې له لاسه ورکړې اوس به ډیرې غیرمستقیمې لارې ولټوي او په هغو کې دا هم شامله وي چې د وژنې ډلې جوړې کړي چې خپل مخالفین ووژني. طالبانو هم دا خبره کړېده.

واشنگټن پوسټ لیکي، د طالبانو یوه ویاند اسوشیتډ پرس ته ویلي دي چې د حکومت د مامورینو وژل د طالبانو د نظامی ستراتیژۍ یوه برخه ده. ویاند ویلي دي: زمونږ جگړه د بهرنیانو سره ده خوپه دې کې له بده مرغه یو شمیرحکومتی مامورین غواړي چې د بهرنیانو له خوا استعمال شي نو ځکه مونږ د وژنې دغه کمپاین پراخ کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، اوس چې طالبان نه شی کولی د بهرنیو پوځونو او افغان ملي پوځ سره د جگړې په میدان کې ډغرې ووهي نودوی اسانې نښې ځان ته گوري. نو د مامورینو وژل دا معنی لري چې طالبان زوال خواته روان دي. ورځپاڼه لیکي، د فبرورۍ په میاشت کې د ملگرو ملتو او د افغانستان د بشري حقوقو د مستقل کمسیون لخوا یو رپوټ خپورشو چې په کې ویل شوي دی چې په ٢٠١٠ کال کې د حکومتي مامورینو په وژلو کې زیاتوالی راغلی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې په ٢٠١٠ کال کې ١۴٠ مامورین وژل شوي دي. ډاکترسیما ثمر چې د بشري حقوقو د مستقل کمسیون مشره ده وايي چې په ٢٠١٠ کال کې څه کم پنځه سوه خلک چې ویل کیږي د حکومت سره یې همکاری کړیده وژل شويدي چې د ٢٠٠٩ کال په تله په دغه شمیر کې دوه چنده زیاتوالی راغلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د وضعې د یوې څارونکې موسسې یوه څیړونکي دا خبره کړیده چې د وژنو کمپاین په دې سبب په کار اچول شوی دی چې داسې فکر ونه شي چې د یاغیانو قوه له منځه تللې ده. ده ویلي دي چې داسې قتلونه ځمع کیږي چې خلک وویروي ترڅو دحکومت خواته ورنه شی.

د افغانستان امنیتي مامورین هم تر ډیر خطر لاندې راغلي دي. د ٢٠٠٩ کال نه راپدې خوا لږترلږه ١٣۴٥ د پولیسو افراد او ٧٢٦ پوځی عسکر وژل شوي دي. دغه ارقام د افغانستان دحکومت لخوا خپاره شوي دي. که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سږکال د تلفاتو دقیق ارقام نه دي ښودلي خو د دفاع د وزارت له ارقامو نه داسې ښکاري چې په ٢٠١١ کال کې د پروسږکال په تله دیارلس په سلو کې د پوځیانو په تلفاتو کې زیاتوالی رامنځ ته شویدی.

XS
SM
MD
LG