د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په رسمي ډول د ډبلیو ټي او غړی شو


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند مسافر قوقندي امریکا سره په مرکه کې وویل، چې اصلآ خو افغانستان د تیرعیسوي کال د ډیسامبر په ۱۷ د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې یا WTO، غړیتوب ترلاسه کړی و، خو سر له نن څخه دا هیواد د دغې ټولنې د ګټو څخه کار اخیستلی شي.

ښاغلي قوقندي وویل " مونږ د ۲۰۱۵ کال د ډیسامبر په اولسمه غړیتوب ترلاسه کړی و، خو یو شمیر کړنلارې، او قوانین وو چې باید مونږ هغه بشپړ کړې وای، تر نن مو وخت درلود ټول مو بشپړ کړل د قوانیو قانوني بهیر چې پارلمان و او د جمهور رئیس توشیح کول و، بشپړ شو او نن په رسمي توگه افغانستان د دغې ټولنې له ګټو کار اخیستلی شي".

افغانستان په ۲۰۰۳ عیسوي کال کې د ډبلیو ټي او، د غړیتوب لپاره هڅې پیل کړې وې، بیا په ۲۰۰۴ کال کې په دغې ټولنې کې د څارونکي په توګه ومنل شو.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال د ډیسامبر په اولسمه د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې د غړیتوب د ترلاسه کولو پر وخت په رسمي ډول د دغې ټولنې د غړیتوب څخه د ګټې اخیستلو لپاره افغان حکومت ته یو لړ شرطونه وړاندې کړي وو. په دغو شرایطو کې چې افغان حکومت باید هغه نن د جمعې تر ورځې بشپړ کړې وای د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو څخه د افغانستان د غړیتوب د تړون تصویب او بیا د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د هغه توشیح کول شامل وو.

د ولسي جرګې له خوا ددغه تړون د تصویب وروسته مشرانو جرګې هم د تیرې چهارشنبې په ورځ دا تړون تائید کړ چې ورسره سم جمهور رئیس غني هم دا قانون توشیح کړ.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند وایي، د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې د غړیتوب وروسته اوس به افغان سوداګر په اسانه توګه د سیمې د هیوادونو له لارې خپل هیواد ته ټرانزیټي مالونه وارد او خپل مالونه بهرنیو هیوادونو ته استولی شي.

ښاغلي قوقندي وویل " د ګاونډیو هیوادونو سره موچې کوم ټرانزیټي ستونزې لرلې، په ځانګړې ډول د هغو هیوادونو سره چې زمونږ څخه وړاندې یې د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړی دا ستونزې به صفر درجې ته ورسیدلې، که چیرې ستونزې رامخې ته شي دې ته اړتیا نشته چې مونږ دوه اړخیزې خبرې وکړو، مونږ خپلې ستونزې د اسنادو سرو د ډبلیو ټي او په مرکز کې وړاندې کولی شو او هغوی بیا پریکړه کوي چې ولي د افغانستان پر وړاندې دا ستونزې راولاړي شوي دي".

په اوس وخت کې د پاکستان ترڅنګ هند هم د ډبلیو ټي او غړیتوب لري او ایران او تاجکیستان لا هم د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره په کار بوخت دي.

د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهان که څه هم په ډبلیو ټي اوو، کې د افغانستان د غړیتوب هرکلی کوي، خو اندیښنه ښيي چې که افغانستان خپلو داخلي تولیداتو ته پاملرنه ونه کړي، نو کیدای شي د دې ټولنې غړیتوب د ګټې پر ځای دغه هیواد ته په تاوان تمام شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو رئیس اذرخش حافظي وایي چې افغانستان لا دمخه د نورو هیوادونو د تولیداتو یو مصرفي هیواد و، که افغان حکومت د کورنیو تولیداتو ملاتړ ونه کړي نو د دې امکان شته چې افغان تولیدات د بهرنیو تولیداتو سره سیالي ونه شي کولی او دا کار به لا د دغه هیواد په زیان تمام شي.

ښاغلي حافظي وویل " په کار دي چې د ډبلیو ټي او، د غړیتوب ترلاسه کولو ترڅنګ مونږ په خپل ناخالص ملي تولید باندې ترمرکز وکړو ترڅو وکولی شو چې د ضرورتونو مازاد صادر کړو".

ښاغلی حافظي وایي، چې افغانستان هم د طبیعي زیرمنو او هم د کار د قوي د درلودلو له امله دا کار کولی شي.

افغانستان په وچه کې پروت یوهیواد دی، افغان سوداګر تر ډیره د خپل هیواد د اړتیا وړ مواد د پاکستان د کراچۍ، ایران د بندرعباس او د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې وطن ته راوړي.

XS
SM
MD
LG