د لاس رسي وړ اتصالات

چین د ورېښمو پر نوې لار ۱۲۴ میلیارده ډالر لګوي


د چین ولسمشر شي جنپنگ په مرکز کې د روسیی له ولسمشر ولادی میر پوټین او د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ولاړ دی. د مې ١۴ مه پیکنگ
د چین ولسمشر شي جنپنگ په مرکز کې د روسیی له ولسمشر ولادی میر پوټین او د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ولاړ دی. د مې ١۴ مه پیکنگ

هغه د یوکمربند او یوې لارې په پروژه کې د آسیا او اوروپا د هېوادونو د نیژدې همکارۍ لپاره غږ وکړ.

د چین ولسمشر شي جنپنگ نن د یکشنبی په ورځ د مۍ په څوارلسمه په پیکنگ کې دغه دوه ورځنۍ عالي غونډه پرانیستله.

ګډونوال به د ورېښمو د لرغونې لارې د بیا احیا کولو او د دغې پروژې پر عملي لارو چارو خبرې وکړي. په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ګډون کړی دی.

د چین ولسمشر د بیلټ اینډ روډ یا یوکمربند او یوسړک غونډې د پرانیستنی په مراسمو کې وویل چې دا به د سولې او سوکالۍ سړک وي. د ابتکار، او گڼو مدنیتونو د اتصال سړک به وی.

شي جنپنگ ددې پروژې د بشپړتیا لپاره پنځه لارښود اصول هغه وخت بیان کړل چې خپله مهمه ویناېې د یوکمربند اویو سړک دپروژې او نړۍوالې همکار ۍ په اړه وکړله.

هغه وویل انسانان د ستر پرمختگ پړاو ته رسیدلی دي او له دې سره ستر بدلونونه هم ملگري دي. خو سره له دې هم بشریت په سوله، انکشاف، او ښې حکومت دارۍ کې له کسر سره مخامخ دی.

شي جنپنگ وویل ترسلو نه زیات هېوادونه او نړۍ والی موسسی د بیلټ اینډ روډ یا یوکمربند او ېوې لارې په دې پروژه کې برخه اخلي.

ملگرو ملتونو او د ملگرو ملتونو دامنیت شوری هم دا پروژې په خپلو پریکړه لیکونو کې شامل کړېدي. هغه زیاته کړله چې تیر څلور کلونه ډیر گټور ول او ددې پروژې گټی به ېې د پالیسیو په تړاو ، زیر بنا، تجارت ، ملي چارو او له خلکو سره د خلکو په همکاریو کې څرگندې شی.

شي جنپنگ نن د می په ١۴ مه وویل چین به د بېلټ اینډ روډ یا یوکمربند او یوې لارې د پروژې لپاره خپل مالي ملاتړ زیات کړي: چین سل ملیارد یوان د سلک روډ فنډ یا ورېښمو د سړک په بودجه کې ورزېاتوي چی د دې پروژې مالي ملاتړ زیات شي. په دې کی به د آسیا د زیر بنایی چارو د پانگونی له بانک، د بریکس او نړۍ وال بانک ا ونورو مالي ادارو سره همکاري وکړی.

هغه زیاته کړله چې چین به کورنۍ مالي ادا رې هم دېته وهڅوی چی ددې پروژې د په تعمیر او مالي همکاریو کې برخه واخلي.

افغانستان او پاکستان

د چین ددې ستر ې پروژې یوه برخه له افغانستان څخه تېریږي. په دې کې د اورگاډي دوې لارې او دوې لوېې لارې شاملې دي چې د یوکمربند او یوې لارې د پروژې برخه دي.

یوشمیر تحلیل کوونکي وايی په دې توگه چین غواړي په منځنۍ ختیځ خپل نقش پراخ کړی.

د چین داقتصادي دالان د پروژې یو ابتکار هم د بیلټ اینډ روډ یا یو کمربند او یو سړک پروژه ده چی په هغې کې به د پاکستان، افغانستان ، تاجکستان، ترکمنستان او دایران د ختیځو برخو اتصال هم شامل وي.

د افغانستان له ګاونډي هېواد پاکستان نه هم د دغې پروژۍمهمې برخې تېرېږي. د پاکستان صدراعظم نواز شریف هم په دې اقتصادی غونډه کې برخه اخیستی وه او

له دغې غونډې نه ېېیوه ورځ مخکې د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت نوي تړونونه له چین سره لاسلیک کړل.

د پاکستان نواز شریف صدراعظم په پیکنگ کې د یوکمربند او یوې لارې په عالي غونډه کې وینا کوي

د پاکستان صدراعظم نواز شریف وویل: د دې اقتصادي پروژې د عملی کولو لپاره مونږ زیار باسو چې نهیوازې اقتصادي سوکالۍ ته ورسیږو بلکې د یو سوله ایز چم گاونډ د جوړولو هڅه هم کوو. دا وخت مونږ د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو او دیپلوماسۍ نه کار اخلو څو راتلونکي نسل ته سوله په میراث پریږدو. "

د چین او روسېې ولسمشرانو د یو کمربند اویوسړ ک دپروژې په ترڅ کې په ضمني ډول نن دیکشنبی په ورځ له یول سره ملاقات وکړ. دروسېې ولسمشر ولادی میر پوټین هم ددې غونډې د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې وکړلی. هغه د ولسمشر شي جنپنگ د بري په اړه ډاډ څرگند کړ.

د روسیی ولسمشر ولادي میر پوټین له رسنیو سره خبرې کوي، د مې دویمه ٢٠١٧

د روسېې ولسمشر ولادي میر پوټین وویل: موږ په بشړه توگه د دې پروژې د راتلونکې په اړه ډاډه یو، روسیه تمه لري چی له ټولو اړخونو سره یو هراړخیز شراکت منځته راولي. موږ دیته هم سترگې په لار یو چې له اروپايی ټولنی او اروپايی هېوادونو سره همکاري پرمخ بوزو."

د چین یوشمیر نیژدې متحدینو په دې عالي غونډه کې برخه اخېیستی ده . د بیلټ اینډ روډ د پروژې د پرانیستنی مراسمو ته د روسیی ولسمشر ویلادي میر پوټین، د پاکستان صدراعظم نواز شریف د کمبوډیا صدراعظم هوان سین او د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف برخه اخیستی وه.

چین د سرک ابریشم پروژه په ٢٠١٣ کال کې پېشنهاد کړله او مقصد ېې داو چی د آسیا افریقا، اروپا او ترهغې لا اخوا سیمو لارې له یوبل سره ونښلوي.

ښاغلي شي وعده وکړله چی د نوي سلک روډ په پروژه کې به څوارلس نیم ملیارډ ډالر زیات کړي. دابه په موجوده بودجې چی ٢٥٠ ملیارد یوان کېږی سر بیره وی.

XS
SM
MD
LG